ولسمشر اردوغان د استانبول د برید د ټپیانو نه لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د نن سهار برید په کلکو ټکو وغنده

505770
ولسمشر اردوغان د استانبول د برید د ټپیانو نه لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د استانبول د نن سهار د برید د ټپیانو نه  لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  برید په کلکو ټکو وغنده  .

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د هاسیکي  په څیړنیز روغتون کې  د استانبول  د نن  سهار د برید د ټپیانو نه لیدنه وکړه.

د ولسمشر اردوغان نه په روغتون کې  د استانبول والي واصف شاهین، د روغتون سرطبیب ډاکټر ساوش اوزترک، د استانبول لوی څارنوال هادي صالح اوغلو  او د فاتح د ولسوالۍ ښاروال  مصطفی دیمیر  هر کلی وکړ.

ولسمشر اردوغان په روغتون کې د ټپیانو نه  لیدنه وکړه او د هغوې  د روغتیايي حالت په اړه يي د ډاکټرانو نه  معلومات واخیستل.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن سهار  په پولیسو  د بمي برید نه سمدلاسه وروسته د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی نه  د ټیلیفون په کرښه معلومات واخیستل. همداشان  د استانبول والي واصف شاهین  هم  ولسمشر اردوغان ته د پیښې په اړه پوره معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان  په روغتون کې د ټپیانو نه د لیدنې نه وروسته  د یادې شوې پیښې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان  وویل چې د هر څه د مخه  دا ترهګری  برید په کلکو ټکو غندم  او د برید قربانیانو لپاره  د الله د دربارڅخه  د مغفرت او رحمت ، کورنیو لپاره يي د جمیل صبر او ټپیانو لپاره  د عاجلې شفاء  غوښتنه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل چې  پیښه د نږدې نه تعقیبوي او د اړوندو ارګانونو نه  معلومات اخلي.

 

 

 



اړوند خبرونه