اردوغان : ترهګر به په خپلو وینو کې ډوب کړو
په استانبول کې د ترهګري برید په اړه د ولسمشر اردوغان غبرګون
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د نن سهار د برید د ټپیانو نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان برید په کلکو ټکو وغنده .
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د هاسیکي په څیړنیز روغتون کې د استانبول د نن سهار د برید د ټپیانو نه لیدنه وکړه.
د ولسمشر اردوغان نه په روغتون کې د استانبول والي واصف شاهین، د روغتون سرطبیب ډاکټر ساوش اوزترک، د استانبول لوی څارنوال هادي صالح اوغلو او د فاتح د ولسوالۍ ښاروال مصطفی دیمیر هر کلی وکړ.
ولسمشر اردوغان په روغتون کې د ټپیانو نه لیدنه وکړه او د هغوې د روغتیايي حالت په اړه يي د ډاکټرانو نه معلومات واخیستل.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن سهار په پولیسو د بمي برید نه سمدلاسه وروسته د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی نه د ټیلیفون په کرښه معلومات واخیستل. همداشان د استانبول والي واصف شاهین هم ولسمشر اردوغان ته د پیښې په اړه پوره معلومات ورکړل.
ولسمشر اردوغان په روغتون کې د ټپیانو نه د لیدنې نه وروسته د یادې شوې پیښې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د هر څه د مخه دا ترهګری برید په کلکو ټکو غندم او د برید قربانیانو لپاره د الله د دربارڅخه د مغفرت او رحمت ، کورنیو لپاره يي د جمیل صبر او ټپیانو لپاره د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.
ولسمشر اردوغان وویل چې پیښه د نږدې نه تعقیبوي او د اړوندو ارګانونو نه معلومات اخلي.
ولسمشر اردوغان وویل د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به په همدې شان پرته د ځنډه د کلکې ارادې سره دوام وکړي. ولسمشر اردوغان دا حقیقت دی چې پدې مبارزه کې د هر شهید له امله زمونږ د زړونو نه ویني تویږيږي. پدې مبارزه کې د ځاني ضایعاتو د مخنیوي په خاطر هر ډول هلې ځلې دوام لري. هم وسله وال ځواکونه او هم پولیس نن ورځ پدې برخه کې جدي مبارزه کوي. ولسمشر زیاته کړه چې ترکیه د ترهګرو پر وړاندې چې د وینو ، درد او غم نه تقویه کیږي هیڅکله هم غاړه کینږدي. ددې پیښې فاعلین به هر څه ژر د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
د هیواد د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان د استانبول د خونړي برید له امله د تسلیت پیغام خپور کړ. قهرمان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار لیکلی دي چې د بشریت قاتلینو چې غواړي د ترک ملت ثبات له منځه یوسي نن یو ځل بیا د خایینانه او بزدلانه برید سره په هیواد کې ددوې پر خلاف نفرت او کینه څو برابره لوړه کړه.
د هیواد لومړي وزیر بنعلی ییلدرم د استانبول د برید نه وروسته د چانکایا په ماڼۍ کې د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی او روغتیا وزیر رجب اکداغ په ګډون بیړنۍ غونډه وکړه.
لومړي وزیر ییلدرم د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې ترهګرو نن یو ځل بیا خپل لعني او چټله څيره په استانبول کې راڅرګنده کړه.
هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به په همدې شان دوام وکړي او د ترهګرو پر وړاندې به هیڅډو خودګذري ونشي. ترهګرو ددې برید سره یو ځل بیا دا ښکاره کړه چې دوی د ټول بشریت او هر ډول دیني او انساني ارزښتونو دښمنان دي.
د هیواد د اروپايي چارو وزیر او سرمرکچي عمر چیلیک هم د استانبول برید په کلکو ټکو وغنده او د هغه برخو پر خلاف يي چې د پې کاکا ترهګرې ترهګریزو فعالیتونو ته د کورنۍ جګړې رنګ ورکوي سخت غبرګون څرګند کړ.
هغه وویل چې په ترکیه کې په موجود حالاتو کې د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه دوام لري. د دا ډول ترهګریزو بریدونو پر خلاف مبارزه دوام لري. هغه وویل چې دا مبارزه لکه څرنګه چې د سیمې لپاره مهمه ده په همدې شان د اروپا د ډیموکراسۍ لپاره هم ځانګړې اهیمت لري.