د هیواد او اسلام دښمنانو یو ځل بیا استانبول په وینو ولړه.
په استانبول کې په پولیسو خونړی برید وشو
د هیواد او اسلام دښمنانو یو ځل بیا استانبول په وینو ولړه.
د استانبول د بایزید د میدان ترڅنګ د پولیسو په موټر د ترسره شوي برید له امله لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د استانبول د بایزید په سیمه کې د ویزنه جي لر په سیمه کې د شهزاده پاشا په جاده کې د چټک غبرګون پولیسو د موټرو د تیریدو پر مهال د پارک په حال کې په موټر کې چاودنه وشوه.
په چاودنه کې ۷ تنو پولیسو او ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د استانبول والي واصف شاهین د پیښې د ځای نه د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې ترهګرو د بایزید په سیمه کې د چټک غبرګون پولیسو په موټرو چې دندې پر لورې روان ول د موټر پر مټ برید وکړ.
هغه وویل چې په برید کې ۷ تنو پولیسو او ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د والي په وینا د ټپیانو نه د ۳ تنو روغتیايي حالت ښه ندی. چاودنه د سهار په ۸ بجو او ۴۰ دقیقو رامنځته شوه.
چاودنه د سهار د ګڼه ګوڼې پر مهال رامنځته شوې ده . د استانبول والي ویلي دي چې د چاودنې په اړه څیړنې دوام لري او لا زیات معلومات به د څیړونو نه وروسته د هیوادوالو سره شریک کړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله