ولسمشر اردوغان د محمد علي د مړینې له امله د تسلیت پیغام خپور کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوک وهنې نړۍوال مسلمان اتل  محمد علي  د مړینې له امله  د تسلیت  پیغام  خپور کړ.

504050
ولسمشر اردوغان د محمد علي د مړینې له امله د تسلیت پیغام خپور کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوک وهنې نړۍوال مسلمان اتل  محمد علي  د مړینې له امله  د تسلیت  پیغام  خپور کړ.

ولسمشر اردوغان  په خپور کړي  پیغام کې ویلي دي چې  په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې  د سوک وهنې  نامتو اتل محمد علي   د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله تیره ورځ  ددې فاني نړۍ نه  سترګې پټې کړې . محمد علي  د میلیونونو  تنو د زړونو  فاتح  لوی سپورت من  او د ښه اخلاقو  خاوند  انسان  وو.

محمد علي  لخوا  د ژوند په اوږدو کې د تبعیض  او قوم پرستۍ  پر خلاف  ترسره شوې د ازادۍ  مبارزه به هیڅوخت  هیره  نشي.

ولسمشر اردوغان  د محمد علي لپاره  د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت کورنۍ ، دوستانو او مینه والو ته يي د جمیل صبر  غوښتنه کړې ده .

د ولسمشر اردوغان سربیره  د ترکیې  لومړي وزیر مرستیال، وزیرانو  ، وکیلانو او جګپوړو چارواکیو  د محمد علي د مړینې له امله  د تسلیت پيغامونه  خپاره کړي دي.



اړوند خبرونه