د ترکیې لومړی وزیر بنعلي ییلدرم اذربایجان ته لاړ

لومړی وزیر ییلدرم : ترکیه به د جرمني د پارلمان د پریکړې په مقابل کې به لازم ګامونه پورته کړي

503407
د ترکیې لومړی وزیر بنعلي ییلدرم  اذربایجان ته  لاړ

د ترکیې  لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د جرمني د پارلمان لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو او ارامنه ادعاګانو اړوند د پریکړې په اړه وویل چې  ً ترکیه به د جرمنی ددې اقدام  په مقابل کې  خامخا  لازم ګامونه پورته کوي . ً

د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم اذربایجان ته د سفر نه  د مخه د انقرې د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې ترکیه او جرمني دوه  قوي متفق هیوادونه دي.

هغه وویل چې  د داسو  او دیته ورته  پریکړو سره  د ترکیې او جرمني ترمنځه  په کامله توګه د اړیکو پرې کیدل  ناممکنه خبره ده خو دا  ددې په معنا ندي چې  ترکیه به خپل غبرګون نه ښکاره کوي. هغه وویل چې د ترکیې په ملي شورا کې  دریو کوندونو د جرمني د پارلمان د پریکړې په خلاف  غبرګون څرګند کړ او حکومت به هم لازم ګامونه پورته کړي.

هغه وویل چې  د جرمني د پارلمان پریکړه به  په راتلونکو ورځو کې  په هر اړخیزه توګه  وارزو  او وروسته به د ترکیې په توګه  څه چې لازم  وي  هغه به ترسره کړو. هغه وویل چې  د جرمني د پارلمان  پریکړې په واقعیت سره  چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته ستر زیان  ورسو.

لومړي وزیر زیاته کړه چې د جرمني په پارلمان کې  د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو د په رسمیت پیژندو  په اړه په جوړه شوې عمومي غونډه کې د ۶۵۰ تنو وکیلانو نه یواځې ۲۵۰ تنو ګډون کړی وو . دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې  د نوموړي هیواد د پارلمان  لوی اکثریت دا مسله  بې ځایه بلله  او نه غوښتل چې په اړه يی پریکړه وکړي.

لومړي وزیر زیاته کړه چې په هر ډول حالاتو او شرایطو کې  مونږ د خپل دوستانو او متفقینو سره  اړیکو ته دوام ورکوو  او هیله کوو چې  مقابل لوري  د غلطو ګامونو پورته کولو نه  لاس په سر شي  او عقل سلیم  نه کار واخلي.

لومړي وزیر پدې خبري غونډه کې د ترکیې او اذربایجان د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې  ً په سیمه کې  د اذربایجان  قوي کیدل یواځې  د قفقاسونو د سیمې لپاره نه بلکې د منځنۍ اسیا د سیمې د قوي کیدو په معنا دي. د همدې امله  ترکیې او اذربایجان ترمنځه  ډیرې قوي اړیکې شتون لري. دواړه هیوادونه  په ګډه  په یو زیات شمیر سیمه ایزو ستراتیژیکو پروژو کار کوي.

هغه وویل چې ترکیه د اذربایجان سره د انرژۍ او  ټرانسپورټ په برخه کې جدي همکاري  لري.

لومړي وزیر وویل چې ترکیه  تل  د اذربایجان تر څنګ  ولاړ  هیواد دی.

هغه وویل چې  ارمنستان  د اذربایجان  ۲۰ سلنه خاوره  اشغال کړې ده  او وخت نا وخته  یرغلګرانه  بریدونو ته  هم  دوام ورکوي. هغه ویل چې  ارمنستان  د تاریخ په اوږدو کې تل  د نورو په لمڅون  غلط ګامونه پورته کړي دي.

لومړی وزیر بنعلي ییلدرم به  په اذربایجان کې د نوموړي هیواد د ولسمشر الهام علي وف  ، لومړي  وزیر  او د پارلمان د ریس سره هم  لیدنه وکړي.



اړوند خبرونه