ترکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د جرمني د پارلمان پریکړه په کلکو ټکو وغندله

د جرمني  د فدرال مجلس لخوا  د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو  د مسودې د منلو  په اړه  سخت غبرګونونه دوام لري.

502887
ترکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د جرمني د پارلمان پریکړه په کلکو ټکو وغندله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې  د ختیځې افریقا د هیوادونو  په سفر وتلی دی  په کینیا کې  د نوموړي هیواد د ولسمشر سره  د لیدنې نه وروسته په خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  په خبري غونډه کې  د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو اړوند  د جرمني د فدرال د مجلس  د پریکړې په اړه   دوویل چې  دا مسله  به  د دواړو هیوادونو په اړیکو جدي اغیزې وکړي .

په یاده شوې خبري غونډه کې د کینیا ولسمشر کینیاتا  خبریالانو ته وویل چې  د ترکیې د ولسمشر ښاغلي رجب طیب اردوغان سره يي د ترکیې او کینیا د سوداګرو او سوداګري اړیکو  د قوي کولو  په مسلې خبرې کړې. د ښاغلي ولسمشر سره مو  د متقابلو اړیکو د لا قوي کولو په څرنګتیا خبرې وکړې.

کینیا  د ترکیې نه  د بڼسټیزو چارو او ابولګولو په برخه کې د مرستې او همکارۍ  تمه لري. هغه  په کینیا کې  د میشتو کډوالو سره  د ترکیې د مرستو له امله د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه.

د کینیا ولسمشر وویل چې د ترکیې سره د اړیکو د لا پراختیا په خاطر  د دواړو هیوادونو ترمنځه ځیني تړونونه لاسلیک شول.

هغه  د ولسمشر اردوغان نه  د هغه د بلنې د منلو  او کینیا ته د راتګ له امله مننه وکړه .

ولسمشر اردوغان په کینیا کې  د خپل سفر په اړه وویل چې یو ډیر ګټور  سفر  دی  . پرون  په یوګاندا کې  او نن په کینیا کې لیدنې کتنې ډیرې ګټورې تیرې شوې .

ولسمشر اردوغان د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو په اړه  د جرمني د فدرال مجلس د پریکړې په اړه   د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  ، څو شیبې وړاندې د لومړي وزیر سره  مې  پدې اړه  خبرې وکړې. د جرمني د نوموړې پریکړې په غبرګون کې  په لومړني پړاو کې به د ترکیې سفیر  هیواد ته راوبلل شي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا ښکاره خبره ده چې د جرمني  د پارلمان  دا پریکړه به  د دواړو هیوادونو په اړیکو جدي منفي اغیزې وکړي.

هیواد ته د ستنیدو نه وروسته به پدې اړه  پوره غور وکړو. د جرمني ددې ګام پر وړاندې د پورته کیدونکو ګامونو په اړه به خبرې وکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې  په جرمني کې د ترکیې سفیر هیواد ته د راستنیدو  او د مسودې  په متن  د غور کولو نه وروسته به  نهايي پریکړه وکړي.

همداشان د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو په اړه د جرمني د پارلمان د پریکړې په اړه وویل چې  ، ترکیه به هم  لازم ګامونه پورته کړي. په لومړي قدم کې  په جرمني کې د ترکیې سفیر هیواد ته راغوښتل شوی دی . د جرمني د پارلمان د پریکړې  د متن د لیدو نه وروسته به  د لازمو ګامونو د پورته کیدو په برخه کې  یوه شیبه هم  تردد  ونشي.

هغه وویل چې  ترکیه  په خپل تیر تاریخ  ویاړي  او دا ملت  په خپل تیر تاریخ  افتخار کوونکی ملت  دی. د ترکیې په تیر تاریخ کې داسې  کومه پیښه نده  رامنځته شوې چې  مونږ  پرې وشرمیږو. ترکیه تل  په خپل  تاریخ افتخار کوي.

لومړي وزیر وویل چې په جرمني کې د ترکیې سفیر هیواد ته رابلل شوی دی . هغه وویل چې د ترکیې ملت  تر ننه پورې  هیچا ته هم  سر ندې ښکته کړې او ددېنه وروسته به يی هم  ښکته نکړي. ترکانو د الله نه پرته  بل چا ته  سر ندې ښکته کړې. ملت چې څه وغواړي  هغه به وکړو.

همداشان په ترکیه کې  د جمهوریت خلق مخالف ګوند هم  د جرمني د پارلمان  پریکړه وغندله . د جمهوریت خلق ګوند  مرستیال  اوزترک یلمز وویل چې  د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو په اړه  د جرمني د پارلمان  پریکړه په کلکو ټکو غندو او دا پریکړه  زمونږ له نظره د اعتبار وړ نده.

د ترکیې  د ملیت پالو غورځنګ ګوند هم  د جرمني د پارلمان پریکړه په کلکو ټکو وغندله.

د ملیت پالو غورځنګ  د ګوند لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د جرمني فدرال  مجلس په هغه هیواد کې  د میشتو څه باندې  ۳ میلیونو ترکانو نظریه  د خپو لاندې کړې  او ددوی  دا پریکړه  په هیڅډول د منلو وړ نده. دا پریکړه په کلکو ټکو غندو.  


پيوندونه: #ترکیه , #جرمني , #غبرګون

اړوند خبرونه