ولسمشر اردوغان : بری خامخا د حق په برخه کیږي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دیارباقر ولایت نه لیدنه وکړه

499698
ولسمشر اردوغان : بری خامخا  د حق په برخه کیږي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دیارباقر ولایت کې د هغه کلي نه لیدنه وکړه چې د پې کاکا ترهګرې ډلې پکې په ملکي وګړو د ۱۵ ټنو چاودیدونکو توکو سره  ځانمرګی برید کړی وو.

د ترکیې ولسمشر اردوغان د دیارباقر د دوروملي  د کلي نه د لیدنې پر مهال وویل ً د پې کاکا ترهګره  ډله  که هر څه وکړي  و دې کړي  ځکه چې  بری  خامخا  د حق  دی . بریالیتوب  به  خامخا  زمونږ  په برخه وي. د یادولو وړ ده چې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د روان میلادي کال  د مې د میاشتې په ۱۲ مه نیټه  د شپې  پر مهال  د ۱۵ ټنو چاودیدونکو توکو نه  بار د یوې لارۍ سره  د کلي په بې ګناه او مظلومو  ملکي وګړو  چاودنه وکړه. په پیښه کې  ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په ملګرتیا  تیره ورځ  د یاد شوي کلي نه  لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان او لومړي وزیر د نوموړې پیښې د قربانیانو د کورنیو نه لیدنه وکړه او هغوې ته سره يي غمشریکي وښوده.

ولسمشر اردوغان  دلته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  ترکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته  د عظیمې ارادې سره  دوام ورکړي.

هغه  زیاته کړه چې  نن ورځ  ځیني بهرني  ځواکونه  د ترکیې  وده او پراختیا  نشي زغملې او د همدې امله په خپلو  لاسپوڅو  په ترکیه کې  ورانکارانه  فعالیتونه ترسره کوي. خپلو لاسپوڅو ته  عقل ورکوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې دولت  ډیر ځواکمن  دولت  دی. د ترکیې دولت  به  د شهیدانو کورنۍ  هیڅوخت هم  یواځې پرینږدې  او تل  يي ترڅنګ ولاړ  دی.

ولسمشر اردوغان  په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  پدې حساس وخت کې  د ټولو  شهیدانو  د کورنیو نه  د غوره کړي  صبر له امله د زړه له کومې مننه وکړه او هغوې ستاینه يي وکړه.

ولسمشر اردوغان  د خپلې وینا په پای کې  په غوڅه توګه وویل چې ً پرته  د شکه چې  بری به  زمونږ  په برخه وي. ترهګر  چې هر څه کوي  خو په بربادۍ  او لمنځه تلو محکوم دي.



اړوند خبرونه