د ترکیې ولسمشر اردوغان په اروپا سخته نیوکه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کډوالو ادعادې د تړون اړوند اروپايي هیوادونو ته  میدان وډبو.

497262
د ترکیې ولسمشر اردوغان په اروپا سخته نیوکه وکړه

ولسمشر اردوغان  د نړۍوالې انساني سرمشریزې  د پایته رسیدو نه وروسته  د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  په اروپايي ټولنې  د کډوالو په برخه کې د ترکیې سره  په کړو ژمنو د عمل د نه کولو له امله سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د چا د لطف په تمه نده. مونږ  ددینه مخکې هم په کراتو ویلي دي چې  زمونږ لپاره مهمه خبره  درست  والی او صمیمت دی. د چا نه د لطف  تمه نه لرو.

ولسمشر اردوغان  د اروپا لخوا ترکيې وګړو ته د ویزې د معافیت د مسلې په بدل کې  د ترکیې نه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د بدلون راوستو د غوښتنې په اړه سخت غبرګون څرګند کړ او وویل چې  ً تاسې  اوس هم په ترکیې شرطونه ږدۍ. د ترکیې  صبر هم  اندازه  لري. داسې وخت به راشي  چې  زمونږ د صبر کاسه به توی شي. ترکیه هم  مجبور کیږي چې  د کډوالو د ادعا د تړون په اړه  خپله وروستۍ  پریکړه وکړي. د ترکیې  لخوا پدې اړه د وروستۍ  پریکړې نه وروسته  بیا نور تاسې پوهیږۍ  او شرطونه مو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  په ترکیې باندې  د ځینو شرطونو د تحمیلولو هڅې روانې دي چې  ترکیه پدې اړه  د اروپايي چارواکیو سره په تماس کې ده.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه  ً که چیرې  ددې مذاکراتو نه کومه پایله ترلاسه نشي  د ترکیې  ملي شورا به  هیڅوخت  دا تړون  تصویب نکړي.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  اروپا باید  وخت نا وخته په ترکیې  د شرطونو د تحمیلولو هڅه ونکړي ځکه چې  دا زمونږ  هیواد  ترکیه  دی.

ولسمشر اردوغان د اروپا لخوا د ویزې د معافیت په برخه کې  د یو بام او دوه هوا  په سیاستونو د نیوکې سره وویل چې  ً د لاتینې امریکا وګړي  پرته  د ویزې  اروپا ته سفر کوي. پرته د ویزې ټولو اروپايي هیوادونو ته  په ډیره اسانه  او پرته د کومې ستونزې سفر کوي. ترکیه چې  د ټولنې د غړیتوب لپاره نوماند هیواد  دی د وګړو نه  ویزه غوښتل کیږي. ایا دا عدالت  دی.

 



اړوند خبرونه