د ترکیې ولسمشر د نړۍوالې انساني سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر مشرانو سره ولیدل
ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي او نړۍ د یو زیات شمیر مشرانو سره لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې جوړه شوې د نړۍوالې انساني سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې وکړې.
ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون او وروسته د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره لیدنه وکړه. د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په لیدنه کې د ولسمشر اردوغان او ترکیې نه په مننې سره وویل چې د ملګروملتونو په تاریخ کې د نیویارک نه وروسته د ملګروملتونو تر ټولو ستره سرمشریزه په استانبول کې جوړه شوه.
همداشان په لیدنه کې ولسمشر اردوغان په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو په ارزښت یو ځل بیا ټینګار وکړ. بانکي مون وویل د جینیوا کې د سوریې د سولې په اړه د روانو مذاکراتو نه د پایلو د ترلاسه کولو په خاطر لومړی باید اروبند ټینګ شي. ولسمشر اردوغان په لیدنه کې سوریې د مسلې سربیره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې، د کډوالو په ستونزې او یو زیات شمیر نورو مسلو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان په خپلو ټولو لیدونو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د زرې په اندازه په شا ګام پورته نکړي او ترهګرو ته به خودګذري ونکړي.
ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره په لیدنه کې د سوریې، کډوالو ، ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او ترکیې او اروپايي ټولنې په اړیکو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې د ویزې د معافیت په اړه د اروپا لخوا په ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د بدلون راوستو د مسلې نه یادونه وکړه او وویل چې ً د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسله د ترکیې لپاره ځانګړې اهمیت لري او ډیر حساسه مسله ده ، پدې برخه کې باید اروپايي ټولنه د ترکیې حساسیت په نظر کې ونیسي.
د بله پلوه د جرمني لومړۍ وزیرې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه همکارۍ او کډوالو د ادعادې په برخه کې تړون خپلې مثبتې اغیزې ښودلي دي. اروپا ته نامنظمه کډوالۍ بهیر د پام وړ راټیټ شوی دی . دې تړون په پایلو ورکولو پیل کړی دی . هغه وویل چې ترکیه او ټولنه باید همکارۍ ته دوام ورکړي.
همداشان ولسمشر اردوغان ددې سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر نورو هیوادونو د مشرانو سره هم لیدنې وکړې.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.