د ترکیې نوی حکومت او کابینه نن اعلان شوه
د ترکیې نوې کابینه نن اعلان شوه
د ترکیې نوې کابینه نن اعلان شوه
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د نوي حکومت د جوړولو په دنده ګمارل شوي د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوي مشر بنعلي یلدرم د نوې کابینې لست د تایید په خاطر ولسمشر اردوغان ته وړاندې کړ.
بنعلي یلدرم نن د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ او او د کابینې لست يي ولسمشر اردوغان ته وړاندې کړ.
ولسمشر اردوغان د کابینې د تایید نه وروسته لومړي وزیر کابینه اعلان کړه .
۱ – بنعلي یلدرم لومړی وزیر
۲ – نعمان کورتولولموش مرستیال لومړی وزیر.
۲ – محمد شمشک مرستیال لومړی وزیر .
۳ – نورالدین جانکلي مرستیال لومړی وزیر.
۴ – یلدرم توغرول تورکیش مرستیال لومړی وزیر .
۵ – وایسي کیناکچي مرستیال لومړی وزیر .
۶ - باقر بوزداغ د عدلیي وزیر
۷ – مولود چاوش اوغلو د بهرنیو چارو وزیر .
۸ – برات البیرق د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر.
۹ – ایفکان اعلی د کورنیو چارو وزیر.
۱۰ – عصمت یلمر د پوهنې وزیر.
۱۱- فکري اشک د ملي دفاع وزیر.
۱۲ – رجب اکداغ د روغتیا وزیر
۱۳ – فاطمه بیتول سایان کایا د کورنۍ او ټولنیزو سیاستونو وزیره .
۱۴ – عمر چیلیک د اروپايي ټولنې د چارو وزیر
۱۵ – فاروق اوزلو د علم صنایع او تکنالوژۍ وزیر
۱۶ - سلیمان سویلو د کار او ټولنیز امنیت وزیر
۱۷ – محمد اوزهاسکي د چاپیریال او ښارجوړونې وزیر
۱۸ - نیهاد زیبکچي د اقتصاد وزیر
۱۹ - فاروق چیلیک د غلې ، کرنۍ او مالدارۍ وزیر
۲۰ - بولنت توفینګچي د ګمرک او سوداګرۍ وزیر
۲۱ – لطفي ایلوان د پراختیا وزیر
۲۲ – عاکف چغتای کلچ د ځوانانو او سپورت وزیر
۲۳ – نبي اوجي د کولتور او ګرځندوی وزیر
۲۴ – ناجي اغبال د مالیې وزیر
۲۵ – وایسل ایراوغلو د ځنګلونو او اوبو د چارو وزیر
۲۶ - احمد اسلان د ټرانسپورت ، سمندري چارو او معلوماتو وزیر
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله