اردوغان : نړۍواله ټولنه باید د مسولیتونو احساس وکړي

نړۍواله انساني سرمشریزه د نړۍ د شاوخوا ۶۰ هیوادونو د مشرانو او ۱۲۰ هیوادونو په ګډون په استانبول کې پیل شوه

496110
اردوغان : نړۍواله ټولنه باید د مسولیتونو احساس وکړي

 په استانبول کې نړۍواله بشري سرمشریزه  پیل شوه.

د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان  په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  نړۍواله بشري سرمشریزه  د ترکیې د استانبول په ښار کې  پيل شوه.

پدې سرمشریزه کې چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کوربه توب جوړه شوې ده  د نړۍ  د ۶۰ هیوادونو  د دولت او حکومت مشرانو ګډون کړی دی.

پدې سرمشریزه کې به په نړۍ کې د بشري مرستو په سیستم  او د بشري مرستو د کچې د لوړولو  په څرنګتیا په هر اړخیزه توګه خبرې وشي.

سرمشریزه  د استانبول  د کانګرې په مرکز کې  پیل شوه .

د ترکیې لومړي وزیر رجب  طیب اردوغان  د سرمشریزې د پیلیدو نه د مخه  د سهار د چای پر مهال  د نړۍ د مشرانو سره  لیدنه وکړه.

دا لیدنه  چې د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا  ترسره شوه  وروسته  په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هیوادونو مشرانو په ټولیزه توګه  عکس  واخیست.

همداشان  وروسته  سرمشریزه  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا  رسمآ  پیل شوه.

ولسمشر اردوغان د نړۍوالې انساني سرمشریزې په پرانیست وینا کې په نړۍ کې د کډوالو او بې وزلۍ د مسلې نه یادونه وکړه . ولسمشر اردوغان وویل چې  درد او غم  رنګ ، ژبه ، مذهب  او دین  نلري. ترکیه پدې ډیره ښه پوهیږي. د همدې امله ترکیه نن ورځ  د نړۍ په ۵ قارو کې څه باندې ۱۴۰ هیوادونو سره مرستې کوي  او په زرګونو پروژې سرته رسولي دي. نن ورځ په نړۍ جګړو، طبعي ناورینونو، ساري ناروغیو، د چاپیریال بدلون  او یو زیات شمیر نورو ستونزو او بحرانونو  د بشریت  استقرار او رفاع  د خطر سره مخامخ  دي.

ولسمشر اردوغان  وویل  چې  ً په ډیر افتخار او ویاړ سره  وایم  چې ترکیه نن ورځ  د څه باندې  ۳ میلیونو تنو سوري او عراقي کډوالو کوربه توب کوي. د بیلري بمونو او تهدیدونو  له ویرې  ترکیې ته د پناه راوړونکو کډوالو پر مخ  چې  هر څوک وي  وي  دې  هیڅوخت به زمونږ  دروازه ونه تړل شي. د ترکیې دروازې به  تل  د بشریت  پر مخ پرانیستې وي. ددې وخت رارسیدلی دی  چې هر سړی  پدې برخه کې د مسولیت احساس وکړي. هر سړی خپل لاس د تیګي لاندې کړي.

نن ورځ  په نړۍ کې د هغه سیستم  چې  روانو ستونزو ته  حل لارو په موندولو کې پاتې راغلی دی  دروند بار او مسولیت  یواځې  د یو څو هیوادونو په اوږو بار دی. یواځې یو څو هیوادونه دا  دروند  بار  په اوږو کړی دی .

د هر څه نه مخکې باید  موجودو نښتو او جګړو د پایته رسولو  او د نوو نښتو او جګړو مخنینوي په خاطر  جدي تدابیر ونیسو.

لکه څرنګه چې نن  په سوریې د حالاتو شاهدي  کوو  نړۍواله ټولنه باید  د حقوقو د خپو لاندې کولو  د مخنیوي  په خاطر  لا زیاتې هلې ځلې وکړي .ً ولسمشر اردوغان وویل چې  د هغه  ډیکټاټورانو  چې  لاسونه يي د بې ګناه انسانانو په وینو رنګ  دي  د محاکمې په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه  به د هغه کډوالو سره  چې  د جګړو له امله ترینه کور او کلی  پاتې شوی دی  لا زیاتې مرستې وکړي. نن ورځ  د ترکیې ټول مرستندویه  ارګانونه لکه  بیړنیو حالاتو او ناورینونو اداره ، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ  اداره تیکا  ، سره میاشت او داسې نور  د انساني مرستو په خاطر  د غوره کړو  پراختیايي سیاستونو سره  اړینو کسانو ته  په لاښه توګه د مرستو رسولو خدمات وړاندې کوي.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې  پدې برخه کې اړتیاوو کچه لوړیږي  خو  په مقابل کې  سرچینې  کمیږي. نن  ورځ  یو زیات شمیر برخې  د نوموړو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر  د مرستو نه تیښته کوي.

ترکیې  تر ننه پورې  په کډوالو څه باندې لس میلیونه ډالره په مصرف رسولي  چې پدې موده کې  نړۍوالې ټولنې یواځې  ۴۵۵ میلیونه ډالره  زمونږ سره  مرسته کړې ده .

د ویلو ده چې په سرمشریزه کې  وروسته  د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون ګډونوالو ته وینا وکړه.

د ملګروملتونو سرمشني بانکي مون  په خپله وینا کې وویل چې  د یوګاندا او سوري کډوال  ستونزې او د ژوند کیسې واوریدې  چې  اوس يي هم  د اغیزو لاندې  قرار لري.

بانکي مون  د ترکیې نه  چې ددې  سترې سرمشریزې کوربه توب کوي  او  هغه هیوادونو نه  چې  تر ټولو زیات  کډوالو کوربه توب کوي  د زړه له کومې مننه وکړه.

بانکي مون وویل چې ځینې انسانان  د پیسو، شهرت، ځواک او طاقت ته  ډیر  اهمیت ورکوي خو مونږ دلته  د عدالت  ، امیدونو او هیلو او د ګډ راتلونکي  په اړه  خبرې کوو. په اصل کې  مونږ  ټول  ګډ بشریت  یو  او ګډ مسولیتونه لرو. یواځې  د انسانانو  د ژوندي پاتې کیدو په خاطر نه بلکې دې انسانانو ته  د یو با عزته  ژوند برابرولو په خاطر باید نړۍواله ټولنه هر څه ژر په حرکت پیل وکړي.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پرانیست وینا نه وروسته په یو ګردي میز کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان  دلته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  د مدنیتونو اتفاق  او سولې لپاره منځګړتوب  په خاطر هلې ځلې او قدامات  ډیر مهم  پلات فورمونه دي. زه  پدې سرمشریزه کې ګډون کوونکو ټولو هیوادونو نه  دې پلات فورمونو نه  قوي ملاتړ ته رابولم. ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو د شمیرو له مخې  ترکیه  په نړۍ کې تر ټولو د زیاتو کډوالو کوربه توب کوي. زه پوره باور لرم چې تاسې ټول به  ددې مسلې په مادي، معنوي، امنیتي او ټولنیزو ابعادو  ډیر ښه پوهیږۍ. د مسولیتونو او دروند بار په اړه به يي ښه معلومات لرۍ. ددې ټولو سره سره  ترکیې  د نړۍوالې ټولنې په استازیتوب  دا درندو بار په اوږو اخیستی دی. خو نړۍوالې ټولنې بیا  پدې برخه کې  د ترکیې سره لازمې  مرستې ندي کړي. ددینه وروسته تمه کوو چې  دا درندو بار او مسولیت په عادلانه توګه  وویشل شي.



اړوند خبرونه