د ولسمشر ویاند : غیرې عادلانه قضاوتونه پرته ددې چې ستونزې پیدا کړي بله ګټه نلري

د ترکیې د ولسمشر ویاند  ابراهیم کالن  د تاریخي او حقوقي اسنادو پرته د عام وژنې په اړه  ادعا او بحث کولو نه د سیاسي استثمار په توګه یادونه وکړه.

493346
د ولسمشر ویاند : غیرې عادلانه قضاوتونه پرته ددې چې ستونزې پیدا کړي بله ګټه نلري

د ولسمشر ویاند  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د مهمو مسلو اړوند د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

د ولسمشر ویاند  تش په نامه  د ارامنه عام وژنې په اړه وویل چې  ً پدې اړه وخت نا وخته  بحثونه کیږي  او یادونه ترینه کیږي. د جرمني په فدرال مجلس کې هم  پدې مسلې بحث او خبرې دوام لري  او د جون په دویمه نیټه پرې  رای اچونه وشوي. ً

هغه وویل چې  د نوموړې مسلې متن يي لا تر اوسه ندی لیدلی خو د عام وژنې  ادعا کومه عادي مسله او خبره نده. دا یوه ډیره جدي ادعا ده .

هغه زیاته کړه چې  د تاریخي او حقوقي  اسناد او شواهدو پرته  د عام وژنې  ادعا کول او یا پدې اړه  بحث کول  سیاسي استثمار  دی.

ابراهیم کالن وویل چې  ولسمشر اردوغان  د صدرات په دوران کې  د تش په نامه د ارامنه ادعاګانو د څیړونو په خاطر  د یو ګډ کمیسیون د جوړولو  غوښتنه کړې  چې له بده مرغه  ارمنستان او د هغوې  ددې ادعاګانو ملاتړ کوونکو هیوادونو مثبت ځواب ونه وایه. ګډ تاریخي کمیسیون  کولی شي چې د ۱۹۱۵ کلونو په اړه چې څه پکې تیر شوي دي قضاوت  او څیړنې وکړي. مونږ  نن ورځ هم  په ارمنستان او د هغوې په ملاتړ کوونکو هیوادونو غږ کوو چې  راځۍ چې په ګډه یو کمیسیون جوړ کړو او دا مسله په هر اړخیزه توګه وڅیړو. ترکیه  ددې کمیسیون سره هر ډول همکارۍ او د خپلو ارشیفونو پرانیستو ته حاضره ده.

ددې مسلې  سپیناوی  د ترکیې جمهوریت د وګړو سربیره  ارمنیانو او ارمنستان دولت  او د هغوې  ملاتړ کوونکو لپاره  ځانګړې اهمیت لري. دا به یو ډير لوی بری او لاسته راوړنه وي.

ابراهیم کالن وویل چې د ۱۹۱۵ کلونو پیښې په اصل کې  د ترکیې او ارمنستان ګډ غم  او درد دی. د اجباري مهاجرت مسله یو ښکاره حقیقت  دی چې هیڅوک پرې سترګې پټولی نشي. دې مسلې ته باید په عادلانه توګه وکتل شي.

ویاند زیاته کړه چې په جرمني کې  د دا ډول  یوې حساسې  مسلې په اړه  بحث کول او یا  په اجندا کې نیول  په نوموړي هیواد کې میشت څه باندې ۳ میلیونه تنه ترکان  او حتا په ټوله اروپا کې میشت ترکان او مسلمانان د نورو خواوو او په ځانګړې توګه د مخالفو لورو سره  په ټکر کې اچول دي. خلک د یو بل په مقابل کې  درول  دي.



اړوند خبرونه