اروپايي ټولنه باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه پوره ملاتړ وکړي .

د ترکېې لپاره د شینګن سیمې ته د ویزې معافیت  خپل ملي امنیت او سیاسي هدفونه د ګواښ سره د مخامخ کولو په اندازه  اهمیت  او ارزښت نلري.

490629
اروپايي ټولنه باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه پوره ملاتړ وکړي .

اروپايي ټولنه باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه پوره ملاتړ وکړي .

د ترکېې لپاره د شینګن سیمې ته د ویزې معافیت  خپل ملي امنیت او سیاسي هدفونه د ګواښ سره د مخامخ کولو په اندازه  اهمیت  او ارزښت نلري.

د اروپايي ټولنې لخوا ترکیې ته د ویزې د معافیت په برخه کې  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په قانون کې د بدلون راوستو غوښتنې  د ترکیې او اروپايي ټولنې لخوا لاسلیک شوی  تړون  د ګواښ سره مخامخ کړی دی .

د ویلو ده چې  دا مسله  په ډیر خفیف  تعبیر سره  یو ډیر بد اقدام دی. همداشان  د اروپايي ټولنې  دا غوښتنه  کیدای شي چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه  د اړیکو د یو ځل بیا  د راژوندي کیدو او د  نامنظمه کډوالۍ د مخنیوي په خاطر  لاسلیک شوی  تړون  د ګواښ سره مخامخوي.

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د میاشتو میاشتو مذاکراتو نه وروسته  اروپا ترکي وګړو ته د ویزې د معافیت  پریکړه وکړه. دا په اصل کې  د کډوالۍ د بحران د مخنیوي په خاطر د نیول شوو تدابیر په خاطر د ترکیې او اروپا ترمنځه  د جوړې شوې لارې نقشې  یوه  پارچه ده . ترکېې  د نامنظمه کډوالۍ او په سمندرونو کې  د کډوالو د مړینو  د مخنیوي په خاطر  د روان میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه د ټولنې سره  د کډوالو  د بیرته منلو تړون لاسلیک کړ. د نوموړي تړون له مخې  ټول هغه کډوال چې د مارچ د میاشتې د شلمې نیټې نه په اعتبار سره  د ترکیې له لارې  یونان او یا نورو اروپايي هیوادونو ته  ځي  بیرته ترکیې ته رالیږل کیږي  او د رالیږل شوو هر تن سوري کډوال په بدل کې به  یو تن  د ترکیې په کمپونو کې ثبت شوي قانوني  کډوال اروپا ته استول کیږي. په سمندرونو کې د مړینو د مخنیوي په خاطر پریکړه وشوه چې ددینه وروسته  د ټولو هغه کډوالو چې په ناقانونه توګه اروپا ته ځي هلته به يي د کډوالۍ غوښتنه  رد شي.

دې تدابیر  په اصل کې  د ناقانونه لارو څخه  اروپا ته د کډوالۍ  بهیر  د پام وړ راټیټ کړ.

که چیرې د تیر کال  د اکتوبر میاشت ته  لنډه کتنه وکړو  نو  هره ورځ  څه باندې ۵ زره تنه کډوال د ناقانونو لارو څخه  اروپا ته  تیریدل. نن ورځ  دا شمیره  یواځې  سلو تنو ته راټیټه شوې ده . همداشان د سلو نه هم  د ټیټیدو پر لورې  روانه  ده .

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د لاسلیک شوي د کډوالو د بیرته منلو تړون برکت  دی چې  اروپايي هیوادونه  د کډوالو  د فشار نه  ژغورل شوي دي. د تیر کال  په وروستیو کې به هره ورځ  په زرګونو تنه کډوال  د اروپايي هیوادونو په لویو ښارونو او سړکونو کې  ښکته پورته کیدل  او یاد شوي هیوادونه هم  د سخت فشار سره مخامخ ول خو نن ورځ  ددې ستونزې نه  په کامله توګه  ژغورل شوي دي.

اروپايي ټولنې  ددې  فشارونو په بدل کې  د ترکیې د وګړو لپاره  د ویزې د معافیت پریکړه وکړه. د ویلو ده چې په اصل کې  د ترکیې د وګړو لپاره  د ویزې د معافیت  تړون په ۲۰۱۳ کال کې  لاسلیک شوی وو  او په پام کې وه چې  د ۲۰۱۶ کال  د اکتوبر په میاشت کې  نافد شي. خو اروپايي ټولنې د ښه نیت د ښودولو له امله  نیټه  ۴ میاشتې نوره هم مخکې کړه او د جون میاشت ته يي راورسوله.

خو که چیرې  اروپايي ټولنه  ددې ښه نیت  تر شا کوم  بل  هدف  ولري  او دا ښه نیت  د یو احسان  په توګه  ارزوي  نو غلط  فکر کوي ځکه چې  دا ددوې لخوا کوم لطف ندی  بلکې  دوی  د لوی ستونزې نه ژغورل شوي دي.

هو  دا هم  حقیقت  دی  چې  د ترکیې لپاره  د شینګن  د سیمې لپاره د ویزې معافیت  خپل ملي امنیت او سیاسي هدفونه د خطر سره د مخامخولو په اندازه  اهمیت او ارزښت نري. په اصل کې  ترکیه  باید  ډیر پخوا  د شینګن د سیمې  په یوې پارچې بدله شوې وای. پداسې حال کې چې  د خلیج نه نیولې تر لاتینې امریکا  د یو زیات شمیر هیوادونو لپاره د ویزې معافیت  شتون لري  او ترکیه نن ورځ هم  ددې معافیت نه محرومه ده  دا په اصل کې د اروپا ستره خطا ده.

ترکیه د اورپايي ټولنې د پوره غړیتوب  لپاره نوماند هیواد  دی  او پدې اړه مذاکراتو ته دوام ورکوي. د اروپا سره  د ګمرکاتو تړون لري  او په اروپا کې  څه باندې ۵ میلیونه تنه ترکان  ژوند کوي  خو ددې ټولو سره سره  ترکیه  تر ننه پورې  د ویزې د معافیت نه محرومه ده. دا مسله  د هر ډول عدالت  نه لرې او ستره اشتباه ده .

خو تر ټولو  د خواشینۍ خبره خو داده  ، پداسې حال کې  چې  ترکیه  نن ورځ  په یو زیات شمیر جبهو کې  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې بوخته ده  او هره ورځ  پدې لاره کې خپل اولاد  د لاسه ورکوي  اروپا د ترکیې نه د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې د قانون د بدلون غوښتنه کوي.

هو  اروپايي ټولنې کولای شي چې د غړیتوب د مذاکراتو  په چوکاټ کې ددې مسلې نه یادونه وکړي  خو  د ویزې د معافیت په بدل کې  او د یو شرط په څیر  پدې مسلې ټینګار  دا یو ډیر غلط ګام  دی.

د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قوانین کې  د بدلون د نه راوستو په سبب  ټول ډیر ښه پوهیږي. ترکیه نن ورځ  د پې کاکا ، داعش، انقلابي خلکو د ازادۍ ګوند د جبهې  په ګډون  د یو زیات شمیر ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف  په عینې وخت کې مبارزه کوي  او ددوی سره  په جګړه کې بوخته ده. ترکیې  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یواځې د تیرو اتو میاشتو په دننه کې  څه باندې  ۴۰۰ تنه امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي د لاسه ورکړي دي  او په سلګونو تنه ترهګر يي له منځه وړي دي. یواځې پرون  د مې ۱۳مه  د پې کاکا ترهګرې ډلې د ترکیې د حقاري ولایت د چوقورجه په ولسوالۍ کې  په امنیتي ځواکونو د خایننانه برید په ترڅ کې ۶ تنه سرتیري په شهادت  رسولي  او دوه تنه  نور د چورلکې د سقوط په پایله کې شهیدان شوي دي. د یو پلو نه د پې کاکا ترهګره ډله  د ترکیې د دیارباقر، حقاري، مردین، استانبول او انقرې په څیر په ښارونو کې  په امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکوي او د بله پلوه  داعش ترهګره ډله د سوريې د خاورې نه  د ترکیې په خاوره راکټي بریدونه کوي. په ترکیه کې  د داعش په بریدونو کې  په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . د ترکیې د کیلیس ولایت  د سوریې له خاورې د داعش ترهګرې ډلې  د راکټي بریدونو لاندې قرار لري. پداسې یو حساس وخت کې ترکیه څه ډول کولی شي چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې تغیرات راولي.

ترکیه  د ترهګرۍ پر وړاندې  مبارزې ته  د غظیمې ارادې سره  دوام ورکوي . خوا که پدې مبارزه کې ورسره  امریکا  او اروپايي متفقین  مرسته او ملاتړ وکړي او که نه.

خو دلته  تر ټولو  مهمه پوښتنه دا ده چې پداسې یو حساس وخت کې چې د یو پلو نه  ترکیه د پې کاکا او داعش په څیر  د لسګونو ترهګرو ډلو  د ګواښونو سره مخامخ ده او مبارزه کوي، د بله پلوه  د سوریې له لورې د کډوالۍ بحران  شتون لري اروپا څه ډول کیدای شي چې  د ترکیې نه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د قانون د بدلون غوښتنه کوي.

ایا اروپايي ټولنه  ټولنه  په پاریس او بروکسل کې  د ترهګریو بریدونو نه وروسته د نیول شوو کلکو تدابیرو  له امله  د فرانسې او بلجیم نه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د بدلون غوښتنه کولی شي؟

ددې مسلې په اړه غوښتنه خو پر ځای پریږده  چې یادونه يي هم  نشي کولی.

لکه  څرنګه چې  ترکیه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې  د امریکا نه نیولې تر اروپا او نړۍ هرې برخې  سره  کلک ملاتړ کوي  همداشان  ترکیه هم  د نوموړو  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملاتړ تمه لري.

نن ورځ  په یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  په لسګونو تنه  مشران  او غړي  په ازاده توګه  ګرځي ، کاروبار کوي،پروپاګند کوي، د نوموړي ترهګرې ډلې لپاره  مرستې راټولوي، نوي جنګیالي راټولوي  او د جګړې ډګر ته يي رالیږي  خو  اروپايي هیوادونه پرې سترګې پټوي. اروپايي ټولنه پر ځای ددې چې د ترکیې نه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د قانون  د بدلون غوښتنه کوي لومړی باید  په خپلو هیوادونو کې موجود  ترهګرو پر خلاف  ګام پورته کړي. د پې کاکا ترهګرې ډلې  پر خلاف اقدام وکړي.

د یوې شیبې لپاره  د ځان سره داسې فکر وکړئ  که چیرې  ترکیې  او یا بل کوم اسلامي هیواد  د القاعدې او یا داعش ترهګرو سازمانونو غړیو او یا اړوند  نورو ډلو ته  د مدني ټولنو او ملکي سازمانونو ترنامه لاندې د فعالیت ، پروپاګند  او یا دې ترهګرو سازمانونو ته د مرستې او جنګیالیو د راټولو اجازه ورکړي  څه به رامنځته شوي وای.

ایا  ټوله نړۍ به په دوو خپو نوې راولاړه شوې ؟ خو  دا چې نن ورځ  اروپايي هیوادونه  ترهګرو ته  د هر ډول فعالیتونو اجازه ورکوي هیڅوک  غږ هم  نه پورته کوي.

خو ترکیه ددې ټولو سره سره  د نامنظمه کډوالۍ د ستونزې د حل په خاطر  هلې ځلې او مرسته کوي. ددې په مقابل کې د شینګن سیمې ته د ویزې معافیت  د ترکیې طبعي حق  دی.

ترکیه  د شینګن سیمې ته د ویزې د معافیت په بدل کې خپل ملي امنیت او سیاسي هدفونه هیڅوخت نه قربانوي .

اروپايي ټولنه باید  ددې پر ځای چې د ترکیې نه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د بدلون غوښتنه کوي پخپله لاس په کار شي  او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه ملاتړ وکړي.



اړوند خبرونه