د سوريې شمال بايد پاك شي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د سوريې په شمال كې د داعش او پي واى ډي د ترهګرو پر وړاندې چې د تركيې ملي امنيت ته يې ګواښ رامنځته كړى دى، د عملياتو پيل ته اشاره وكړه.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د سوريې په شمال كې د داعش او پي واى ډي د ترهګرو پر وړاندې چې د تركيې ملي امنيت ته يې ګواښ رامنځته كړى دى، د عملياتو پيل ته اشاره وكړه.
اردوغان چې په استانبول كې د بالكان د سيمې هېوادونو د وسله والو ځواكونو د لوى درستيزانو په غونډه كې وينا اوروله وويل چې `` د خپلو هېوادوالو د امنيت د ځاني او مالي امنيت ساتنې په موخه د خپل سرحد پورې غاړه بايد د ترهګرو د ځالو د پاكولو په موخه پوره اراده لرو.``
اردوغان همداراز د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په برخه كې پر لويديځو هېوادونو باندې د نيوكې په ترڅ كې وويل چې ``لوديځ تمه لري چې هر څه بايد تركيه په يواځې ځان وكړي. په ۱۹۹۰يمو كلونو كې د بالكان په سيمه كې د زړه بوږنوونكې تراژيدۍ نه له بده مرغه هيچا درس نه دى اخيستى. اوسمهال په سوريه كې د تېرو ۶ كلونو راهيسې شاوخوا ۶۰۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه وركړ. د سوريې ستونزه اوسمهال سيمه ايزه نه بلكې نړيواله ستونزه ده.``
د تركيې په سويل كې د سوريې له خاورې نه د داعش د ترهګرو په راكټي بريدونو كې لسګونه تركي هېوادوال وژل شوي او همدومره نور يې هم ټپيان شوي دي. د كيليس په ولايت كې چې د سوريې سره سرحد لري ورځنى ژوند د ستونزو سره مخامخ شوى دى.
تركيه هوډ لري چې د پولې پورې غاړه د داعش او پي واى ډي د ترهګرو ډلو پر وړاندې ځمكني او هوايي عمليات ترسره كړي. پدې اړه د تركيې تيارى روان دى.