تركيه داعش سر پورته كولو ته نه پرېږدي.

په تركيه كې د داعش د ترهګرې ډلې د فعاليتونو د مخنيوي په موخه د امنيتي ځواكونو لخوا هر اړخيز تدابير نيول شوي دي.

487679
تركيه داعش سر پورته كولو ته نه پرېږدي.

 

په تركيه كې د داعش د ترهګرې ډلې د فعاليتونو د مخنيوي په موخه د امنيتي ځواكونو لخوا هر اړخيز تدابير نيول شوي دي.

په دې چوكاټ كې د ۲۰۱۶م كال د پيل راهيسې تر اوسه پورې ددې ډلې د غړيتوب په تور ۴۶۳ تنه نيول شوي او ۱۹۹ تنه يې د محاكمو لخوا په بند محكوم شوي دي.

په وروستي اقدام كې د انقرې د امنيې قوماندانۍ د منسوبيو لخوا د كارګر په ورځ د ترهګري بريدونو ۴ تنه پلانوونكي ونيول شو. نيول شوي كسان د سوريې د هېواد دي او د داعش تر كنترول لاندې سيمو كې يې د اروپكو سره ټيلفوني ارتباط درلود.

د بله پلوه په استانبول كې هم دوه تنه چې د سوريې هېوادوال دي، په استانبول كې د ترهګري بريدونو د ترسره كولو په تور د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

درې ورځې وړاندې د مې په شپږمه نېټه د سوريې يو تن هېوادوال په انقره كې ونيول شول چې پوليسو ته يې د داعش په غړيتوب اعتراف كړى دى.

د تركيې سرحدي ځواكونو د هېواد په سوېل كې د سوريې سره په پوله باندې د كنترول د زياتولو په موخه سيمې ته نور ځواكونه هم ليږلي دي. په دې لړ كې په سرحد كې هم ۳۸۸ تنه ترهګر چې د پي واى ډي د ډلې پورې اړه لري نيول شوي دي.  ۸۲ تنه نور نيول شوي كسان بيا د داعش غړيتوب لري.


پيوندونه: #تركيه , #داعش , #چوكاټ

اړوند خبرونه