اروپا ته د ويزې پرته د سياحت امكان
د اروپايي ټولنې كمېسيون د شينګن د سيمې هېوادونو ته ويزې پرته د سياحت په موخه د توصيې يوه پرېكړه وكړه.
د اروپايي ټولنې كمېسيون د شينګن د سيمې هېوادونو ته ويزې پرته د سياحت په موخه د توصيې يوه پرېكړه وكړه.
د ټولنې كميسيون په ننۍ غونډه كې اړوندو ادارو ته توصيه وكړه چې د تركي هېوادوالو لپاره اروپا ته د وېزې د معافيت لپاره اړوندې اسناتياوې رامنځته كړي.
پدې پرېكړه كړې ويل شوي دي چې د تركيې لخوا د اړوندو شرايطو د پوره كولو سره به د جون د مياشتې په پاى كې تركي هېوادوالو ته د ويزې معافيت عملي شي.
د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د كډوالو په اړه د لاسليك شوي تړون تر ټولو مهمه ماده او تركيې اساسي شرط د خپلو هېوادوالو لپاره د ويزې پرته د اروپا د سياحت په برخه كې اسانتيا رامنځته كول ول.
اروپايي ټولنې ددې لپاره پر تركيې باندې د ۷۲ بېلابېلو شرطونو د ايښودلو سره وعده كړې وه چې ويزه به معاف كړي. د تركي مقاماتو او پارلمان لخوا د ټولو شرطونو د پوره كولو نه وروسته دا دى ټولنې د تركانو لپاره د ويزې د معافيت په برخه كې عملي ګام پورته كړ.
د اروپايي ټولنې د كميسيون دا توصيوي پرېكړه اروپا د پارلمان او اروپايي ټولنې د شورا لخوا تر تاييد وروسته عملي بڼه غوره كوي.
ددې لپاره بايد د اروپايي ټولنې د ۲۸ غړو هېوادونو لخوا لږ ترلږه ۱۶ يې دا پريكړه تاييد كړي. وروسته به د ټولنې په رسمي جريده كې خپره او عملي بڼه به غوره كړي.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.