اروپايي ټولنې کمیسیون د ترکي وګړو لپاره د ویزې د معافیت په اړه مهم ګام پورته کړ
اروپايي ټولنې کمیسیون ترکانو ته د ویزې د معافیت په اړه یو بل ډیر مهم ګام پورته کړ. کمیسیون ویلي دي چې د ترکیې وګړو لپاره اروپايي هیوادونو ته د ویزې معافیت ډیر نږدی شوی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د وګړو لپاره د ویزې د معافیت په اړه د اروپايي ټولنې د وروستۍ پریکړې نه تود هر کلی وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اروپايي ټولنې د کمیسیون لخوا ترکیې وګړو ته اروپايي هیوادونو ته پرته د ویزې د سیاحت کولو په خاطر جوړ شوی دریم راپور خپور شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اروپايي ټولنې لخوا ترکیې وګړو ته د ویزې د معافیت په اړه پریکړه به د ترکیې او اروپايی ټولنې ترمنځه اړیکي په بشري ، اقتصادي او کولتوري برخو کې لا پسې ژورې او مضبوطې کړي. د ویزې د معافیت سره به د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د نیمې پیړۍ راهیسې روانې هړ اړخیزې اړیکي لا پسې قوي شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اروپا کمیسیون په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیې د ویزې د معافیت په خاطر ټاکل شوو موضوعاتو او شرایطو د پر ځای کولو په خاطر ډیر جدي پرمختګ کړی دی . کمیسیون ترکیه د ویزې نه د معافو هیوادونو په لست کې د شاملولو په خاطر په رسمي ټوګه وړاندیز کړی دی.
د اروپا کمیسیون هیله څرګنده ګړې ده چې هر څه ژر د ترکیې د وګړو لپاره د ویزې د معافیت بهیر پیل شي . په راپور کې راغلي دي چې پدې اړه په خپله په اروپا کې بهیر رسمآ پیل شوی دی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددینه وروسته به د اروپا په پارلمان او شورا کې پدې اړه وروستۍ پریکړه وشي او ترکیه به د ټاکل شوو موضوعاتو د پرځای کولو په خاطر هلو ځلو ته دوام وکړي.
د اروپا د شورا لخوا ترکیې وګړو ته د ویزې د معافیت په اړه د مثبتې پریکړې سره به د روان میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه د لاسلیک شوي تړون په چوکاټ کې د جون د میاشتې په وروستیو کې د ترکیې د وګړو لپاره د ویزې معافیت رسمآ پیل شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله