اردوغان : په ترکیې بریدونه هیڅکله هم بې ځوابه پاتې شوي‌ ندي

اردوغان : ترکیې هر هغه چا چې دې خاورې ته يي په بده سترګه کتلي‌ سترګې ویستل شوي‌ دي

484226
اردوغان : په ترکیې بریدونه هیڅکله هم بې ځوابه پاتې شوي‌ ندي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ترکیې په خاور  او خلکو  بریدونه هیڅوخت  بې ځوابه  پاتي‌ شوي‌ ندي‌ او پاتي‌ به هم  نشي. د ترکیې په خاور او خلکو د ترسره شوي‌ هر ډول برید ځواب سمدلاسه ورکړ شوی  او ددینه وروسته به هم  ورکړل شي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ګذر وکیلانو سره  په لیدنه کې وکړې . ولسمشر اردوغان د داعش ترهګرې  ډلې لخوا د سوریې نه  د ترکیې په خاوره  د راکټي‌ بریدونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ . ولسمشر اردوغان  وویل په اصل کې  دا بریدونه  ددې ښکارندويي کوي‌ چې د داعش ترهګرې ډلې بر خلاف  زمونږ  روان عملیات  ډیر بریالي‌ دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د داعش ترهګره ډله پدې وروستیو کې  په کیلیس  ولایت  ترهګري بریدونه کوي. د ترکیې امنیتي‌ ځواکونو  د نوموړو بریدونو په ځواب کې  په سوریه کې  د داعش په پټنځایونو او قرارګاه ګانو  درانده  بریدونه کړي‌ او درانده  ځاني‌ زیانونه یي وراړولي‌ دي. که چیرې  داعش  د ترکیې پر خلاف بریدونو ته دوام  ورکړي‌ زمونږ  ځواب به لا سخت  وي. 

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د ترهګرو په نیتونو مونږ  ډیر ښه پوهیږو خو هیڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.

ولسمشر اردوغان  د خپلې  وینا په ترڅ کې  د ترکیې  په ملي‌ شورا کې  د ځینو وکیلانو د  مصئونیت  د حقونو د منځه  وړو  په اړه  د قانون د طرحې نه یادونه وکړه. هغه وویل  چې  د ملي شورا  ځینو وکیلانو  د مصئونیت د حقونو د لمنځه وړو  په مسلې  د خبرو کولو په خاطر  د ځانګړې  کمیټې  د ناستې  نه وروسته   د وتو پر مهال  د ترهګري‌ سازمان  مارشونو  په ویلو سره  لاړل  او ځینو خبري‌ رسنیو چې  د پردو  لپاره  خدمت  کوي  ددې وکیلانو نه د چا خبره  د اتلانو په توګه یادونه کړې ده . ولسمشر اردوغان  په نوموړو وکیلانو سخته نیوکه وکړه  او وویل چې  هیڅوک  ددې حق نلري‌ چې  د ترکیې په ملي‌ شورا کې  د ترهګریو سازمانونو مارشونه ووايي. 

 


پيوندونه: #ترکیه , #اردوغان , #داعش

اړوند خبرونه