د داعش پر مورچلو د تركيې بمباري

د تركيې وسله والو ځواكونو د سوريې په خاوره كې د داعش پر مورچلو باندې د توغنديو بريدونه وكړل.

482559
د داعش پر مورچلو د تركيې بمباري

 

د تركيې وسله والو ځواكونو د سوريې په خاوره كې د داعش پر مورچلو باندې د توغنديو بريدونه وكړل.

د وسله والو ځواكونو لخوا په دې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د سوريې په شمال كې د توغالي سيمه د توپچي ځواكونو په ډزو وويشتل شوه چې په پايله كې ۶۳ تنه ترهګرو ته مرګژوبله واوښتله.

دا بريدونه د داعش لخوا د تركيې پر خاوره باندې د راكټي بريدونو په ځواب كې ترسره شوي دي.

د بله پلوه د ايتلافي ځواكونو اړوند ۴ بې پيلوټه الوتكو هم په سيمه كې ټاكل شوي هدفونه وويشتل. پدې عملياتو كې د ترهګرو اړوند ۶ موټره او ۵ مورچلې ويجاړې شوې.


پيوندونه: #داعش , #توغنديو

اړوند خبرونه