لمانځه ته د ماشومانو د تشويق په موخه په زړه پورې كمپاين

په تركيه كې لمانځه او مسجد ته د ماشومانو د تشويق په موخه هر كال د مدني ټولنو لخوا لسګونه پروګرامونه جوړيږي.

481759
لمانځه ته د ماشومانو د تشويق په موخه په زړه پورې كمپاين

 

په تركيه كې لمانځه او مسجد ته د ماشومانو د تشويق په موخه هر كال د مدني ټولنو لخوا لسګونه پروګرامونه جوړيږي.

سږ كال هم د مسجد او لمانځه سره د ماشومانو د ميني او علاقې د زياتولو او د تشويق په موخه  يو شمېر مدني ټولنو د `` د الله ج د بنده ګۍ لپاره د لمانځه پر لور`` تر عنوان لاندې كمپاين پيل كړى دى چې زرګونه ماشومان مسجد ته د تګ لپاره تشويقوي.

تېره ورځ په استانبول كې د ايوب تاريخي جامع مسجد ته شاوخوا ۶۰۰ ماشومان راوړل شوي ول چې د لمانځه د ادا كولو د طريقې ترڅنګ ورته د اسلامي اساساتو په اړه هم معلومات وركړل شول. دا ماشومان چې عمرونه يې د ۷  او ۱۰ كلونو ترمېنځ ول په مسجد كې د قرآن كريم د تلاوت ترڅنګ ورته په عملي توګه لمونځ وښودل شو. ټولو ماشومانو د ماسپښين لمونځ د نورو لمونځ كوونكو سره په ګډه ادا كړ.

د ماشومانو د تشويق په موخه د لمانځه وروسته ټولو ته سوغاتونه وركړل شول.

د مدني ټولنو يو استازي او ددې كمپاين مشر وول چې موخه يې د لمانځه د ادا كولو لپاره د ماشومانو تشويق دى. كه چېرې دوى په ماشومتوب كې په لمانځه پيل وكړي نو په راتلونكې كې د ښو او بدو ترمېنځ تفكيك ورته اسانه كيږي.



اړوند خبرونه