د دفاعي صنايعو په برخه كې په خپل ځان تكيه

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د دفاعي صنايعو او پرمختللې نظامي ټېكنالوژۍ په برخه كې د هر كال په تېرېدو سره بهرنيو هېوادونو ته  د تركيې اړتيا كميږي.

481681
د دفاعي صنايعو په برخه كې په خپل ځان تكيه

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د دفاعي صنايعو او پرمختللې نظامي ټېكنالوژۍ په برخه كې د هر كال په تېرېدو سره بهرنيو هېوادونو ته  د تركيې اړتيا كميږي.

اردوغان چې په استانبول كې د يوې نظامي بېړۍ د جوړولو د پيل په مراسمو كې خبرې كولې وويل چې په ۲۰۰۲م كال كې په نظامي ډګر كې پرمختللو بهرنيو هېوادونو ته ۸۰ سلنه اړتيا درلودله، ۱۴ كاله وروسته دا اړتيا ۴۰ سلنې ته راټيټه شوې ده. د نوموړي په وينا په ۲۰۲۳م كال كې د جمهوريت د سلمې كليزې په وياړ به بهر ته د تركيې اړتيا صفر شي.

پرون استانبول كې د `` امفيبي بريدګرې نظامي بېړۍ`` د جوړولو كار پيل شو. دا بېړۍ به په سمندر كې د تعرض، ساحلونو ته د سرتېرو د لېږلو او د له سمندره وچې ته د توغنديو د توغولو وړتيا ولري.

ټاكل شوې ده چې دا لويه بېړۍ به په څلورو كلونو جوړه او خدمت ته وړاندې شي.

اردوغان وويل چې``له يوې خوا په سيمه كې د سياسي كړكېچ او ناخوالو له امله او د بلې خوا په نړيوال سياست كې د تركيې د مخ په زياتېدو د رول له امله په نظامي ډګر كې پخپل ځان اتكا كول زموږ لومړيتوب دى. موږ خپل كار بايد په خپله وكړو.``

اردوغان په لويديځو هېوادونو باندې د نيوكې سره وويل چې `` د تركيې په ختيځ او سويل ختيځ كې د نښتو په بهانه پر موږ باندې وسلې نه خرڅيږي. دا هېوادونه په ناټو كې زموږ متفقين دي. په سوريه كې د روان كړكېچ له امله ترهګرې ډلې سره د وسلو مرستې كوي. له بده مرغه چې دوست هېواد تركيې سره مرسته نه كوي. ددې امله بايد پخپل ځان اتكا وكړو.``



اړوند خبرونه