د سوریې له لورې په ترکیې یو ځل بیا راکټي برید وشو

داعش ترهګره ډله  د سوریې د خاورې نه  ترکیې  راکټي بریدونو ته دوام  ورکوي.

481296
د سوریې له لورې په ترکیې یو ځل بیا راکټي برید وشو

نن  د سهار په ساعتونو کې  د سوریې له لورې راټوغول شوی  راکټ  د ترکیې د کیلیس په ولایت کې  په کرنیزې مځکه کې  وغورځید.

په پیښه کې  چاته  ځاني  زیان ندی اوښتی.

د سیمې خلکو  د راکټ د غورځیدو نه سمدلاسه وروسته امنیتي ځواکونو ته  خبر ورکړ او امبولانسونه  سیمې ته واستول شول. له نیکه مرغه چې په پیښه کې چاته ځاني زیان  ندی اوښتی.

د جاندارما ځواکونو د پیښې په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر ونیول  او څیړنې  ډلې په سیمه کې  د راکټ د ډول د معلومولو په خاطر  دلیلونه  راټول کړل.

د ویلو ده چې  د یو څه مودې  راهیسې د چا خبره هره ورځ  د سوریې له لورې  په ترکیې  راکټي او د توغندیو بریدونه کیږي. د ترکیې  امنیتي ځواکونه هم  په ځوابي بریدونو کې  د سوریې په خاورې  متقابل  بریدونه کوي.



اړوند خبرونه