د لومړني نړۍوالې جګړې پر مهال انګلیس ځواکونو ته د سترې ماتې ورکولو سلمه کلیزه ولمانځل شوه

ترکیې د اپریل ۲۹ مه په لومړنۍ نړۍواله جګړه کې د عثماني ځواکونو لخوا انګلیس ځواکونو ته د سترې ماتې ورکولو سلمه کلیزه ولمانځله

481352
د لومړني نړۍوالې جګړې پر مهال انګلیس ځواکونو ته  د سترې ماتې ورکولو سلمه کلیزه ولمانځل شوه

ترکیې  په لومړنۍ نړۍواله جګړه کې  د عثماني امپراتورۍ  لخوا  د کوت په جګړه کې   انګلیس او متفقینو ته يي د لویې ماتې ورکولو  او عثمانيانو د ستر بري  سلمه  کلیزه  د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.

دا مراسم چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ  تر حمایې لاندې  د کولتور او ګرځندوی  وزارت لخوا جوړ شوي ول  په ۱۹۱۶ کال کې  د رامنځته شوې جګړې  او لوی بري  صحنې پکې  یو ځل بیا راژوندۍ  او ګډون کوونکو ته يي نه هیریدونکې  شیبې  ورپه برخه کړې.

پدې مراسمو کې  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره  د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان، لومړي وزیر احمد داوود اوغلو، لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموش، لوی درستیز ستر جنرال حولوسي اقار، وزیرانو، د ملي شورا وکیلانو، عسکري جګپوړو چارواکیو ، د عراق نه راغلو د یو زیات شمیر قومونو مشرانو  او میلمنو ګډون کړی وو.

پدې لمانځغونډه کې  د کوت  د جګړې په اړه  جوړه شوې  یوه ډیره په زړه پورې  ننداره  ګډون کوونکو ته وړاندې شوه.

د یادولو وړ ده چې  د لومړنۍ نړۍوالې جګړې پر مهال  د نني عراق  د کوت العمار په سیمه کې  عثماني ځواکونو  ۶ تنه جنرالان، ۳۰۴ تنه  منصبداران  او څه باندې  ۱۳۰۰۰ تنه  انګلیس  سرتیري  اسیر ونیول شول. د ویلو ده چې  پدې جګړه کې  انګلیس ځواکونو  ډیره ستره ماتې وخوړه  او په زرګونو تنه  انګلیس سرتیري ووژل شول.

د کوت د جګړې په اړه په جوړه شوې ننداره کې  د عثمانيانو د اتلولیو  سربیره  د عثمانیانو لخوا د اسیر شوو انګلیسانو د خوشې کولو په بدل کې  د انګلستان لخوا د عثمانيانو پاچا  دویم عبدالحمید خان ته  د رشوت  د وړاندیز  او عبدالحمید خان  ځواب  د ګډونوالو لخوا په دقیقو سره  د لاسونو په تقولو  وستایل شو.

د نندارې نه وروسته  د هیواد ولسمشر اردوغان ، د کولتور او ګرځندوی وزیر  او د عراق د کوت د سیمې والي  صحنې ته  پورته شول  او د لوبغاړو لخوا  د ستر بري  معمار  د عثماني اردو د شپږم قول اردو  بیرغ  ولسمشر اردوغان ته  ورکړل شو.

وروسته د عراق د کوت د سیمې  والي  د کوت العمار  د جګړې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو نه وروسته د کوت د سیمې  نه راوړې خاوره  ولسمشر اردوغان ته  تقدیم کړه.

وروسته ولسمشر اردوغان کډوالو ته  وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې نن ورځ په نړۍ کې څه باندې  ۲۰۰ میلیونه تنه  په ترکي ژبه  خبرې کوي. خو کله چې  ددې ټولنو په اړه بحث پيل شي  د ټولو په عقل کې د هر چا نه مخکې ترکیه  راځي. ترکیه په اصل کې ددې ټولو استازیتوب کوي. دا چې  دا ملت  د ټولو ترکانو استازیتوب کوي  باید  دا لویې مبارزې، فداکاریو باندې ځان  ډیر ښه پوه کړو. دا مسایل باید په ډیره ښه توګه  درک  کړو. لومړنۍ نړۍواله جګړه  او د استقلال جګړه  زمونږ د ملت قیام  دی. یو ځل بیا  په خپو دریدل  دي.   ولسمشر اردوغان وویل تاسې تاریخي  کتابونو کې  وګورۍ چې د ترک ملت په اړه يي څه لیکلي دي؟ د ترک ملت لپاره تر د عسکر او اردو  د یو ملت په توګه  کلمې کارول شوي دي. دا ځکه چې  ترک ملت  د ټولو وګړو سره  د عقیدې، وطن، بیرغ، دولت  او ناموس  په خاطر  تل مبارزه کړې ده  او خپل ځانونه يي قربان کړي دي. ترک  ملت  په عینې وخت کې  دوه پوځونه  درلودل. یو موظف  پوځ وو  او دویم  سیار پوځ . سیار  پوځ  زمونږ  ملت  وو.

همداشان ولسمشر اردوغان  د کوت د ستر بري  د سلمې کلیزې په ویاړ په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دی چې  ترک ملت  د اړتیا په وخت کې د عقیدې، وطن، بیرغ او دولت په خاطر په ډیره  میړانتیا سره  جګړه کړې او د مالازګریت نه نیولې تر چناک کلا د جګړې پورې  د میړانتیا  او شهامت  داستانونه لیکلي دي.

د هیواد لومړي وزیر احمد داوو اوغلو د کوت العمار ستر بري په اړه وویل چې  دا بری د ترک ملت  د دښمنانو لپاره تر ټولو ښه  ځواب  او قیام  دی.



اړوند خبرونه