په قرق قلعه ولایت کې ۴۲ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې  امنیتي ځواکونو  د قرق قلعه په ولایت کې  ۴۲ تنه ناقانونه کډوال چې اروپا ته يي د تلو هڅه کوله  ونیول.

480714
په قرق قلعه ولایت کې ۴۲ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د قرق قلعه د جاندارما ځواکونو  د کوفچاز او دیمیرکوی په ولسوالیو کې  د ناقانونو کډوالو په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته  عملیات ترسره کړل.

امنیتي ځواکونو  د نوموړو عملیاتو په لړ کې  ۴۲ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغان  دي  ونیول.

ویل کیږي نوموړي کډوال  د افغانستان، سوریې، عراق او سریلانکا وګړي دي.

نیول شوو ناقانونه کډوالو  د ناقانونو لارو څخه  اروپا ته د تلو هڅه کوله چې  ونیول.

نیول شوي ناقانونه کډوال  د تحقیقاتو نه وروسته  د قرق قلعه ولایت د کډوالو ادارې ته وسپارل شول.

ویل کیږي د نوموړو کډوالو د قاچاق په تور دوه تنه  قاچاقبران هم  نیول شوي دي.

د نیول شوو کډوالو نه  به  د سوري کډوالو نه پرته نور ټول  د ترکیې د پولو نه وویستل شي .



اړوند خبرونه