تركانو ته د اروپايي ټولنې ويزه معافيږي.

د تركيې- اروپايي ټولنې ترمېنځ د كډوالو په اړه د لاسليك شوي تړون تر ټولو مهمه ماده د تركي هېوادوالو لپاره د شينګن د ويزې معافيت دى.

480322
تركانو ته د اروپايي ټولنې ويزه معافيږي.

تركانو ته د اروپايي ټولنې ويزه معافيږي.

د تركيې- اروپايي ټولنې ترمېنځ د كډوالو په اړه د لاسليك شوي تړون تر ټولو مهمه ماده د تركي هېوادوالو لپاره د شينګن د ويزې معافيت دى.

د اروپايي ټولنې په چارو كې د تركيې د كابينې وزير ولكان بوزكر څرګنده كړه چې د ويزې د معافيت لپاره يې د شرطونو پړاو  پر ځاى كړې ده. نوموړي د اروپايي ټولنې د كميسيون د راپور په اړه چې ټاكل شوې ده د مې په ۴ نېټه خپور شي، د ويزې د تركانو لپاره د شينګن د ويزې د معافيت په اړه د پرېكړې هيله څرګنده كړه.

بوزكر چې د يو ټلويزيوني كانال سره خبرې كولې وويل چې د ويزې د معافيت لپاره يې د اروپايي ټولنې ټول ۷۲ شرطونه پوره كړي دي.

كه چېرې دا بهير پاى ته ورسيږي نو د تركيې هېوادوال كولاى شي چې د جولاى د مياشتې د پيل راهيسې اروپايي ټولنې ته د ويزې پرته سياحت وكړي.



اړوند خبرونه