اردوغان : ترکیه د بې ګناه انسانانو په وژنو سترګې پټولی نشي

اردوغان : ترکیه به د کډوالو پر مخ خپلې دروازې د تل لپاره پرانیستي وساتي

479103
اردوغان : ترکیه د بې ګناه انسانانو په وژنو سترګې پټولی نشي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیه  د بې ګناه انسانانو په وژنو سترګې پټولی نشي  چې د همدې امله  د کډوالو پرمخ يي دروازې پرانیستي دي  او پرانیستي به پاتې شي.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې په کروواسیا کې  د نوموړي هیواد د ولسمشرې سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې  وکړې. ولسمشر اردوغان  چې  د رسمي سفر په ترڅ کې  نوموړي هیواد ته سفر کړی  دی  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د کروواسیا  د ولسمشرۍ کولیندا ګرابار کیتاروویچ  سره  لیدنه وکړه.

دواړو مشرانو د دوه په دوه  او هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  پدې خبري ناسته کې  د سوري ګډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ً ترکیې  د کډوالو پر مخ  خپلې دروازې تړلي ندي او ددینه وروسته به يي هم  ونه تړي. ولسمشر اردوغان وویل  چې  همداشان  په لویدیځې نړۍ باندې پدې اړه  د مثبت دریځ د غوره کولو په برخه کې  غږ کول خپل وجداني او انساني  مسولیت او دنده  بولم.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه ً غواړم  چې ووایم  د اروپايي تولنې غړي هیوادونه باید  د کډوالو په مسله کې په ځانګړې توګه ترکیې سره  په مختلفو برخو کې  همکاري او مرستي وکړي. روان مذاکرات باید  په همغږۍ  بدل شي.

ولسمشر اردوغان  د بوسنیا هرزیګوینا د مسلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې  د بوسنیا  راتلونکي په اړه  ترکیې او کروواسیا  ګډ مسولیت لري  او پدې برخه کې  د مسولیت احساس هم کوي.

د ویلو ده چې  کروواسیا ته  د ولسمشر اردوغان د سفر په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو ترمنځه  د جزايي جرایمو  تړون  او د ترکېې او کروواسیا د دولتي تلویزیونو ترمنځه د همکارۍ  پروتوکول  لاسلیک شول.



اړوند خبرونه