د تركيې د بورسونو د پايلو په اړه خبرتيا!

د تركيې د بورسونو لپاره د كانديدانو اعلان شوې.

478333
د تركيې د بورسونو د پايلو په اړه خبرتيا!

 

 

هغو كسانو چې پخوا يې د تركيې د بورسونو لپاره نومليكنه كړي وي، كولاى شي چې د خپل برېښناليك له لارې د نومليكنې پايلې وګوري. د پايلو د اعلان پروسه پرون پيل شوې ده چې ښايي يوه اونۍ به دوام وكړي.

د يادولو وړ ده چې د بورسونو پايلې به د انټرنېټ له لارې د لست په ډول خپرې نشي. د هر كانديد پايلې به په جلا ډول د نوموړي برېښناليك ته ولېږل شي.

په اساس له كانديدانو هيله كيږي چې خپل برېښناليكونه كنترول كړي. كه چېرې ورته برېښناليك نه وي راغلى نو انتظار دې وباسي. د يوې اونۍ په اوږدو كې به ورته برېښناليك راشي.

سږ كال د تركيې تحصيلي بورسونو ته د نړۍ د ۱۷۰ هېوادونو نه څه باندې ۹۳ زره كسانو نومليكنه كړې وه چې د دوى له جملې نه به شاوخوا ۵۰۰۰ كسان د زده كړو حق ترلاسه كړي.



اړوند خبرونه