ترکیې  په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ.

ترکېې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې په هډو د بریدونو کچه لوړه کړې ده

477365
ترکیې  په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ.

ترکیې د هیواد نه  د دفاع د مشروع  حق نه په استفادې سره  په سوریه کې  د داعش ترهګرې ډلې  په یو زیات شمیر مرکزونو او قرارګاه ګانو  د توپخانې بریدونه وکړل.

د هیواد د امنیتي سرچینو د خبر له مخې  د روان میلادي کال  د جنوري د میاشتې د نهمې نیټې راهیسې  ترکیې پوځ  په سوریه کې  د داعش په مرکزونو  ۵۳۳۰ د توپونو ډزې کړي دي.

پدې بریدونو کې  د داعش ترهګرې ډلې  د ۳۷۰ تنو اورپکو د وژل کیدو سربیره  یو زیات شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګان ، عسکري هډې او قرارګاه ګانې  له منځه وړل شوي دي.

د ویلو ده چې د ترکیې د پوځ لخوا په داعش ترهګرې ډلې  هله د بریدونو کچه لوړه شوه چې  یاده شوې ترهګرې ډلې  د سوریې د خاورې نه په ترکیې راکټي بریدونه پیل کړل.

همداشان  په خپله په ترکیه کې هم  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف جدي عملیات  دوام لري.

د بله پلوه  ایتلافي ځواکونو هم  د روان میلادي کال د پیل راهیسې  یواځې په سوریه کې  د داعش په مرکزونو ۱۶۷ هوايي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې  ۴۹۲ داعشیان  وژل شوي دي.


پيوندونه: #ترکیه , #سوریه , #داعش

اړوند خبرونه