د جرمني لومړۍ وزیره سبا ترکیي ته راځي

د جرمني حکومت د ترکیې سره چې د سوري کډوالو په برخه کې ستره فداکاري کړې او پدې لاره کې ډیر زیات زحمات ګاللي دي د نوموړي درندو بار د ویشلو غوښتنه کړې ده .

476317
د جرمني لومړۍ وزیره  سبا ترکیي ته راځي

د جرمني د حکومت ویاند ستیفن سیبرټ خبري غونډې ته وویل چې د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل سبا د اپریل ۲۳مه د اروپايي ټولنې د ځینو جګپوړو چارواکیو په ملګرتیا د ترکیې د لومړي وزیر سره په ګډه د غازي انتب ولایت په مربوطاتو کې د سوري کډوالو د کمپ نه لیدنه کوي.

هغه زیاته کړه چې ترکیې د تیرو څو کلونو راهیسې د سوري کډوالو په برخه کې ډیرې هلې ځلي کړي او درندو بار يي په غاړه اخیستی دی . هغه وویل چې اوس وخت ددې رارسیدلی دی چې د ترکیې سره دا دروند بار وویشل شي او کډوالو ته د ژوند لاښه شراط برابر کړی شي.

هغه زیاته کړه چې ترکیې ته د جرمني د لومړۍ وزیرې د سفر په اجندا کې تر ټولو زیات د کډوالو مسله شتون لري. ویاند وویل چې اروپا سوري کډوالو ته د ژوند د لا ښو شراطو د برابرولو، د هغوې نه د لا ښه ملاتړ او د هغوې د ماشومانو د زده کړې په خاطر ترکیې حکومت سره د ۳ میلیاردو ایرو مرستې پریکړه کړې . همداشان په دویم پړاو کې به تر ۲۰۱۸ کاله پورې د ترکیې سره ۳ میلیارده ایرو نوره مرسته هم وشي.

هغه وویل چې جرمني او اروپا غواړي چې د کډوالو د ستونزې د حل په برخه کې لا فعاله ونډه واخلي.

ویاند وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د کډوالو د اعادې په اړه د لاسلیک شوي تړون سره د ایژې د سمندر له لارې اروپا ته د کډوالو تګ راتګ د پام وړ کم شوی دی .


پيوندونه: #ترکیه , #جرمني , #کډوال

اړوند خبرونه