په عراق کې په ترکي سرتیرو برید کوونکي داعشیان ووژل شول
ترکي ځواکونو د عراق په شمال کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ
![په عراق کې په ترکي سرتیرو برید کوونکي داعشیان ووژل شول](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/71c2/3337/0abb/571701f9f38d7.jpg?time=1719291091)
په عراق کې په ترکي سرتیرو برید کوونکي داعشیان له منځه یوړل شول.
داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې د بیشیکا په سیمه کې په ترکي ځواکونو د کورنت ډوله ضد ټانک توغندیو سره بریدونه وکړل.
د ضد ټانک توغندیو نه یو هم د ترکي ځواکونو په یو ټانک ولګید چې د ټانک د ځانګړي دفاعي سیستم له امله ټانک او پروسونل ته زیان ندی اوښتی.
ویل کیږي په ټانک کې موجود دفاعي سیستم د توغندي مخه ونیوله. همداشان ددې پیښې نه وروسته نوموړي ټانک د خپل ځای په بدلولو سره د داعش په موضع ګانو بریدونه پيل کړل.
. د ترکي ځواکونو لخوا د داعش په سیمو د بریدونو د پیلولو نه وروسته داعشیانو غوښتل چې د سیمې نه د ۷ موټرو او ۴ موټر سایکلو سره وتښتې خو د تیښتې فرصت يي ترلاسه نکړ. په سیمه د بریدونو سره ټول داعشیان او د هغوې موټرې له منځه یوړل شوې.
په نوموړو بریدونو کې ۳۲ تنه داعشیان له منځه یوړل شول.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719291091)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719291091)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله