د ترکیې استانبول ښار دا ځل نړۍوالې بشري سرمشریزې ته تیاری نیسي.
نړۍواله بشري سرمشریزه د مې د میاشتې په ۲۳مه نیټه د دوو ورځو لپاره په استانبول کې جوړیږي.
ترکیه چې په بشري برخو کې د کافي تجربو خاوند هیواد دی او په نړۍ کې د نورو لپاره ښه نمونه د مثال دی پدې سرمشریزه کې به خپلې تجربې د نړۍوالې ټولنې سره شریکې کړي.
د ویلو ده چې نړۍواله بشري سرمشریزه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره جوړیږي. پدې سرمشریزه کې به د روانو بشري ستونزو لپاره حل لارې ولټول شي او په بشري مرستو او پدې لاره کې په روانو هلو ځلو به خبرې وشوې.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون د نوموړې سرمشریزې په اړه وویل چې ً دا سرمشریزه د نورو سره ډیر زیات توپیر لري. دلته به په بشري مرستو، پدې اړه بیړنۍ مداخله څه ډول باید ترسره شي په مسلې او اړینو کسانو ته د مرستو د رسولو په مسلو به په هر اړخیزه توګه خبرې وشي.
تمه کیږي چې پدې سرمشریزه کې د یو زیات شمیر هیوادونو نه نږدې ۵ زره تنه ګډون وکړي. په سرمشریزه کې به د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د استازو سربیره ، د نړۍوالو سازمانونو، مدني ټولنو او سازمانونو، سور صلیب نړۍوال سازمان او د سوداګرۍ د نړۍ نامتو څیړنې هم ګډون وکړي.
دا سرمشریزه چې د ترکیې په کوربه توب ترسره کیږي د تنظیم چارې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په غاړه دي.
د سرمشریزې د تنظیم په چارو کې به د بهرنیو چارو وزارت سره د سرې میاشتې اداره، د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو اداره او د ترکیې د همکاریو او همغږۍ اژانس تیکا هم مرسته وکړي.
د ترکیې سره میاشت به په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
همداشان پدې سرمشریزه کې به په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې او انساني تراژیدۍ په حل لارو هم خبرې وشي.
په سرمشریزه کې به د کډوالو په نړۍوالې ستونزې هم خبرې وشي. پدې برخه کې به په ګډې همکارۍ ټینګار وشي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله