اردوغان:ترکیه د اروپايي ټولنې لپاره نه بلکې اروپايي ټولنه د ترکیې لپاره اړتیا لري او محتاجه ده .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې په اړه جوړ شوی د پرمختګ راپور د ساختاري مفکورې سره نه بلکې د ویجاړونکې مفکورې سره جوړ شوی دی .

474044
اردوغان:ترکیه د اروپايي ټولنې لپاره نه بلکې اروپايي ټولنه د ترکیې لپاره اړتیا لري او محتاجه ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې راپور کې د ترکیې د ټولو دښمنانو ته ځای ورکړ شوی دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ګذر د وکیلانو سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د اروپا پارلمان تیره اوونۍ د ترکیې په اړه د پرمختګ راپور خپور کړ. هغه په ځانګړې توګه ددې راپور په دوو مادو سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د نوموړو دوو مادو نه یوه تش به نامه د چاپیریال سره د دوستۍ په اړه د حساسیت ښودل دي. هغه وویل چې پدې ماده کې په ترکیه کې د سترو او تاریخي پروژو په اړه اندیښنه ښودل شوې ده . ولسمشر زیاته کړه چې لویدیځې نړۍ مالي مرکزونه ددې پروژو نه د مالي ملاتړ د نه ترسره کولو په خاطر ډول ډول بهانې رامنځته کوي. ولسمشر زیاته کړه چې ترکیه ددې ډول بهانو سره د ۲۰۲۳ کال په اړه د ټاکلو هدفونو نه نه لاس په سر کیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د راپور په یوې بله ماده کې د ترکیې د اق کویو د اټومي انرژۍ د بټۍ د جوړولو د چارو د درولو غوښتنه شوې ده. ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ په اروپايي هیوادونو کې ۱۳۵ د اټومي انرژۍ بټۍ شتون لري او د ۶۲ چارې دوام لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې نه پوهیږي چې ولې د ترکیې نه د اټومي انرژۍ د بټي د جوړولو د چارو د درولو غوښتنه کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې اروپا پارلمان پدې راپور کې د قبرس ستونزې، په ایژې سمندر کې د ستونزو، د قضايي ارګانونو د خپلواکۍ او په سویلي اناتولیا ولایتونو کې د روانو پیښو په اړه غلطې او د حقیقت نه لرو ادعاګانو ته بیانونو ته ځای ورکړ شوی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او اروپا ترمنځه په اړیکو کې د کډوالو د مسلې په اړه د تفاهم او په ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په مذاکراتو کې د بعضو پرمختګونو او مثبتې پیښو او د ترکیې لپاره د ویزې د معافیت د مسلې پدې حساس وخت کې د داسې یو راپور خپریدو په ټوله معنا سره یو پارونکي دریځ او کړنلاره ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د اروپايي ټولنې لپاره نه بلکې اروپايي ټولنه د ترکیې لپاره اړتیا لري او محتاجه ده .



اړوند خبرونه