د اسلام پر وړاندې درې اساسي ګواښونه

ولسمشر رجب طيب اردوغان په انقره كې د ميلاد النبي ص د لمانځنې په مراسمو كې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د درې اساسي ګواښونو شتوالي ته اشاره وكړه.

472835
د اسلام پر وړاندې درې اساسي ګواښونه



اردوغان چې د تركيې د ديني چارو د ادارې په ابتكار د ميلاد النبي ص د لمانځنې په مراسمو كې وينا اوروله وويل چې د مسلمانانو د يووالي او ورورلۍ پر وړاندې د توكمپالنې، ترهګرۍ او مذهب په څېر درې اساسي ګواښونه موږ لپاره خنډونه رامنځته كوي.

اردوغان مذهبي كړكېچونو ته په اشارې سره وويل چې `` موږ يو دين لرو چې هغه اسلام دى. د اسلام د سيوري لاندې سره را ټوليږو. راځئ چې سره يو شو.``

اردوغان زياته كړه چې ترهګرو تر بل هر چا اسلام ته ډېر زيان رسولى دى. د داعش، بوكو حرام او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو د اسلام له نامه نه د ناوړه ګټې اخيستلو او استثمار سره تر ټولو لوى ظلم د مسلمانانو په حق كې كړى دى.

`` په ښكاره توګه وايم چې څومره زيان چې دې ډلو اسلام ته رسولى دى، هېڅ يو دښمن هم نه دى رسولى او نشي يې رسولى``

ولسمشر زياته كړه چې د يووالي او ورورلۍ د بيا تاسيس لپاره به د ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام وركړل شي.

په غونډه كې د تركيې د ديني چارو د ادارې ريس محمد ګورمز د خپلې وينا په ترڅ كې وويل چې `` د لوى الله ج هغه رحمت ته شديده اړتيا لرو چې د بشريت د ژغورنې او تعالى لپاره يې حضرت محمدص د پيغمبر په توګه موږ ته را ولېږلو.``



اړوند خبرونه