اردوغان : اسلامي نړۍ درې تر ټولو لویې ستونزې لري

ولسمشر اردوغان وویل دا چې نن ورځ تر ټولو زیاتې ستونزې په اسلامي هیوادونو او اسلامي نړۍ کې رامنځته کیږي دا کوم تصادف ندی.

472090
اردوغان : اسلامي نړۍ  درې تر ټولو لویې ستونزې لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اسلامي نړۍ ۳ مهمې ستونزې لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې تر کومه چې په اسلامي نړۍ کې د ټولو فرقونو او تفاوتونو سره سره یووالی، اتحاد او اتفاق رامنځته نشي د موجودو ستونزو حل ناممکنه خبره ده. هغه زیاته کړه چې عالم اسلام درې تر ټولو لویې ستونزې لري چې لومړی مذهبي ستونزې ، دویم توکمپالي او دریم د ترهګرۍ ستونزه ده .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د ۱۳مې سرمشریزې د پایته رسیدو نه وروسته د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د عمومي سرمنشي ایاض مدني سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان پدې غونډه کې هم په یووالي او اتحاد ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې تر کومه چې په اسلامي نړۍ کې د ټولو توپیرونو او تفاوتونو سره سره یووالی، اتحاد او اتفاق رامنځته نشي د موجودو ستونزو حل ناممکنه خبره ده . هغه وویل د سولې او عدالت په ستنو ولاړ د یو مدنیت د لارویانو او میراث خورو په توګه نن ورځ تر ټولو زیاتې ستونزې ، جګړې ، وسله والې نښتې، مذهبي تعصب او ترهګري زمونږ په سیمو کې ده . دا په واقعیت سره چې ډیره د خواشینۍ خبره ده.

اسلامي نړۍ درې سترې ستونزې لري.۱ مذهبي نښتې ،۲ توکمپالي او ۳ ترهګري .


ولسمشر اردوغان وویل چې دم ګړۍ درې تر ټولو لویې ستونزې لرو. مذهبي نښتې، توکمپالي او ترهګري. نن ورځ مذهبي نښتو اسلامي نړۍ ته تر ټولو ستر زیان اړولی دی. دا په اصل کې لویه فتنه ده . همداشان توکمپالي یا نژاد پرستي دا بله لویه ستونزه او فتنه ده. دریمه لویه ستونزه او فتنه بیا د ترهګرۍ مسله ده . دا دریو مسلو اسلامي نړۍ ته تر ټولو ستر زیانونه اړولي دي او زمونږ د ضعیفیدو لامل ګرځیدلي دي.

زه نه پوهیږم چې دا څه ډول کار دی.

ولسمشر اردوغان وویل له بده مرغه چې نن ورځ ټولې جګړې او وژنې په اسلامي هیوادونو او پخپله د مسلمانانو لخوا ترسره کیږي. قاتل او مقتول دواړه مسلمانان دي. قاتل هم د الله اکبر نعرې وهي او مقتول هم .

مونږ د مذهبپالنې په نقطه کې نه شیعه یو او نه سني. مونږ یواځې او یواځې مسلمانان یو. زمونږ دین نه د شیعه ګانو دین دی او نه هم د سنيانو دین دی. زمونږ یواځنی دین د اسلام مبارک دین دی. هو نورو ته یواځې د یوې لارې په سترګه ګورو او درناوی ورته کوو. یعنې په اسلام مبارک دین کې د نوو لارو لټولو او یا فتنې پسې نه ګرځو.

ولسمشر اردوغان وویل چې په نړۍ کې موجودو ټولو توکمونو ته درناوی کوو. خو یو قوم یا توکم په بل د بهتروالي په خاطر مبارزه او جګړه نه کوو . هر کله چې دا ډول مبارزه پيل شي په فتنې بدلیږي. دا ډول مبارزه په ښکاره توګه فتنې کرل دي.

دا ډول مسلې په اصل کې زمونږ ترمنځه نفاق ، جګړو او بې باورۍ ته لار پرانیزي. مونږ د وجدان، انسانیت نه لرې کوي. که چیرې د مسلمانانو ترمنځه داسې کوم ګام پورته شي دا په اصل کې تر ټولو یوه بلا ده. نن ورځ اسلامي نړۍ تر ټولو د سترې ترهګرۍ ستونزې سره لاس او ګریوان ده .

نن ورځ ددې لویې بلا له امله تر ټولو ستر زیان مسلمانان ویني. ټوله نړۍ ددې ستونزې له امله خپل نصیب اخلي خو مسلمانان بیا تر ټولو زیات.

ولسمشر اردوغان وویل دا چې نن ورځ تر ټولو زیاتې ستونزې په اسلامي هیوادونو او اسلامي نړۍ کې رامنځته کیږي دا کوم تصادف ندی. دا د پوښتنې ځای دی چې ولې ترهګري تر ټولو زیاته په اسلامي هیوادونو کې شتون لري؟ ایا ددې مسلې تر شا څوک شتون لري او د چا لاس دی؟ کوم عناصر او هیوادونه پدې مسله کې لاس لري؟ بله تر ټولو مهمه خبره داده کله چې ددې پوښتنو د ځواب په لټه کې شو سمدلاسه دا ستونزې په کورنیو جګړو بدلې شي. دا په اصل کې د معنا نه ډکه خبره ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په ۱۳مه سرمشریزه کې د ترهګرو سازمانونو او جنایت د لویو شبکو بر خلاف چې زمونږ دین يي استثمار کړی دی د ګډې مبارزې په برخه کې په تفاهم ورسیدو.

ولسمشر اردوغان وویل ترکیې ددې مبارزې په خاطر د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو غړیو هیوادونو ترمنځه د پولیسو د همکارۍ او کوردیناسیون د مرکز د جوړولو په خاطر وړاندیز وکړ چې له نیکه مرغه چې ومنل شو . دا د خوښۍ خبره ده .



اړوند خبرونه