داوود اوغلو د ایران د ولسمشر سره ولیدل

ترکیې او ایران ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې سره په ګډه د کار کولو تفاهم وشو

471990
داوود اوغلو د ایران د ولسمشر سره ولیدل

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره په لیدنه کې د پې کاکا، پېژاک ، پې وای ډي او داعش ترهګرو سازمانونو پر خلاف د مبارزې په مسله کې د ترکیې د عظیمي ارادې نه یادونه وکړه.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه ترکیې ته راغلی وو دوه ساعته لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې په مهمو مسلو او په استانبول کې جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سرمشریزې اړوند په یو زیات شمیر مسلو خبرې وکړې.

دا لیدنه چې په ډیره صمیمانه فضا کې تیره شوه په ځانګړې توګه په اقتصادي همکاریو پکې خبرې وشوې. په لیدنه کې د دواړو هیوادونو د اقتصادي د برخو د وزیرانو ترمنځه په همکارۍ، د سوداګریز حجم د کچې په لوړولو، د ګمرکاتو د چارو د ظرفیت په لوړولو، د دواړو هیوادونو په په ګمرکاتو کې د سوداګریزو لاریو د نه ځنډولو په موخه د تدابیرو په نیولو او په متقابله توګه په پانګه اچونو تفاهم وشو.

پدې لیدنه کې چې د سوریې او عراق په ګډون سیمه ایزې مسلې د غور لاندې ونیول شوې د سوریې دروانې ستونزې ته د حل لارې د موندولو پدې حساس بهیر کې د نوموړي هیواد د ارضي تمامیت نه د دفاع او روانه انساني تراژیدي هر څه ژر د پایته رسولو په مسلو خبرې وشوې.

د ترکېې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو پدې لیدنه کې د ترکیې لخوا د عظیمی ارادې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په دوام ټینګار وکړ. د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې داعش، پې کاکا او ددوی څانګې د ترکیې او ایران ګډ دښمنان دي.

پدې لیدنه کې د دواړو مشرانو ترمنځه د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د ترکیې د موقتي مشرۍ په دوره کې د اسلامي هیوادونو ترمنځه د روانو ستونزو د حل ، د غړیو هیوادونو ترمنځه د همکاریو د کچې د لوړولو او اسلام فوبیا پر وړاندې په مبارزه کې په ګډه د کار کولو په اړه تفاهم وشو.


پيوندونه: #ترکیه , #ایران

اړوند خبرونه