اردوغان : زمونږ یواځنی هدف د عالم اسلام د راتلونکي په اړه د هیلو راژوندي کول دي

اردوغان : اسلامي هیوادونه د خپلو شخصي ګټو پر ځای باید د عالم اسلام ګډې ګټې په نظر کې ونیسي

471414
اردوغان : زمونږ یواځنی هدف د عالم اسلام د راتلونکي په اړه د هیلو راژوندي کول دي

د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان وویل چې یواځنی هدف يي د اسلامي نړۍ د راتلونکي په اړه د هیلو او امیدونو راژوندي کول دي . هدف يي د اسلامي نړۍ راتلونکي لپاره د امید په سترګه د کتو لپاره د زمینې برابرول دي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان په ۱۳مه سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هیوادونو د هیتانو د مشرانو په ویاړ د دولمه باغچه په ماڼۍ کې په جوړې کړې میلمستیا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې میلمستیا کې د خپلې وینا په ترڅ کې د میلمنو د ګډون له امله مننه وکړه او وویل ً ددې په هیله چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په ۱۳مه سرمشریزه کې چې د عدالت او سولې لپاره د یووالي او همغږۍ تر شعار لاندې جوړه شوې وه شوې پریکړې د ټول عالم اسلام لپاره د خیر او برکت سرچینه وګرځي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې سرمشریزې نه انتظارات په نړۍ کې د ټولو مسلمانانو او اسلامي هیوادونو ترمنځه د یووالي ، اتحاد او اتفاق ټینګول او پیغام ورکول وو.

هغه وویل چې ً یواځنۍ موخه د عالم اسلام د راتلونکي په اړه د هیلو او امیدونو راژوندي کول او د عالم اسلام راتلونکي ته د امیدو په سترګه د کتو لپاره زمینه برابرول دي.

ولسمشر اردوغان وویل ً انشاالله چې دا سرمشریزه زمونږ د ټولو لپاره د یوې نوې دورې او پيل وسیله وګرځي. زمونږ موخه او نیت ددې سرمشریزه سره که ډیر نه نوي یو اندازه د روانو وینو درول، او د اوښکو وچول دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د اسلامي هیوادونو ترمنځه د لا ښه ډیالوګ او یووالي رامنځته کول ته د خدمت کولو په خاطر په مبارزې پیل کړی دی. ولسمشر اردوغان وویل چې اسلامي هیوادونه باید د شخصي ګټو پر ځای د ټول عالم اسلام ګټې په نظر کې ونیسي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ً په مخکې ډیرې لویې ستونزې لرو. نن ورځ د ډیرو جدي مسلو سره مبارزه کوو. د یو ډیر سخت او ستونزمندې دورې څخه تیریږو. خو ددې ټولو سره سره باید هیڅوخت خپل امید او هیلې د لاسه ورنکړو. د اسلام په مبارک دین کې ناهیلۍ ته ځای نشته.

ولسمشر زیاته کړه چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان د ملګروملتونو د سازمان نه وروسته دویم لوی سازمان دی . که چیرې ددې سازمان غړي هیوادونه اتفاق او اتحاد سره حرکت وکړو دا به مونږ ډیرې لوړې سویې ته ورسوي. ددې خبرې او هدف لپاره باید لا زیات کار وکړو، د ورورولۍ او همکاریو کچه لا پسې لوړه کړو او خپله ورورولۍ لا پسې ټینګه کړو.ً

هغه زیاته کړه چې عدالت او سوله یواځې دننه نه بلکې بهر هم باید ټینګه شي. که چیرې پدې ډول فکر او اساساتو په نظر کې نیولو سره حرکت وکړو دا به زما راتلونکی لا پسې روښانه کړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د مشرۍ په دوره کې دې هدفونو ته د رسیدو په خاطر لا زیات کار وکړي .

هغه وویل ً دې هدفونو ته د رسیدو په خاطر ستاسې مرسته او ملاتړ اړین دی او حیاتي ارزښت لري. ددې سرمشریزې بریالیتوب زمونږ د ټولو بریالیتوب دی او د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان بری د ټولې اسلامي نړۍ بری دی.ً



اړوند خبرونه