د بلجیم د ټرانسپورت وزیرې په بروکسل کې په هوايي ډګر د رامنځته شوي برید له امله استعفا وکړه

د بلجیم د ټرانسپورت وزیرې استعفا وکړه

471694
د بلجیم د ټرانسپورت وزیرې په بروکسل کې په هوايي ډګر د رامنځته شوي برید له امله استعفا وکړه

د بلجیم د ټرانسپورت وزیرې د بروکسل په هوايي ډګر کې د امنیتي ضعف په اړه په خبرداریو د عمل نه کولو د تورونو له امله له دندې استعفا ورکړه.

د بلجیم لومړي زویر چارلیس میشل ویلي دي چې د ټرانسپورت د وزیرې استعفا د پاچا فیلیپ لخوا منل شوې ده .

د بلجیم په پارلمان کې مخالفو ګوندونو د بروکسل په هوايي ډګر کې د ځانمرګیو بریدونو له امله د ټرانسپورت د وزیرې د استعفا غوښتنه کړې وه. مخالفینو د ټرانسپورت وزیره په هوایي ډګر کې په امنیتي ضعف تورونه کړې وه.

د بله پلوه مخالفو ګوندونو هغه مکتوب چې په ۲۰۱۵ کال کې د بروکسل په هوايي ډګر کې د جدي امنیتي ضعفونو د شتوالي له امله د ټرانسپورت وزیرې ته استول شوی وو هم ترلاسه کړی او خپور کړی دی. پدې مکتوب کې د ټرانسپورت وزیرې نه د بروکسل په هوايي دګر کې د لا جدي امنیتي تدابیر د نیولو غوښتنه شوې وه خو هغه پرې عمل نه وو کړی.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۲ مه نيټه داعش ترهګرې ډلې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د زوانتم په هوايي ډګر او مولانبیک د مترو په تم ځای غبرګ بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې ۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ او نږدې ۴۰۰ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه