د ترکیې د ولسمشر نه د مننې په خاطر زر کیلومتره په بایسکل مزل کوي

سوري‌ کډوال غواړي‌ پدې ډول د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړي

470256
د ترکیې د ولسمشر نه د مننې په خاطر زر کیلومتره په بایسکل مزل کوي

یو تن سوري‌ کډوال د خپلې کورنۍ سره یو ځای د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د مننې په خاطر د مردین ولایت نه پلازمینې انقرې ته په بایسکل راځي.

سوري‌ کډوال مولحم السعید چې د خپلې کورنۍ سره یو ځای ترکیې ته پناه راوړې او مردین ولایت د مدیت په ولسوالۍ کې میشت دی د سوري‌ کډوالو سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مرستې او ملاتړ له امله د هغه نه د مننې په موخه څه باندې زر کیلومتره پایډل وهلو سره انقرې ته راځي.

سوري‌ کډوال مولحم السعید په پام کې لري‌ چې د مردین ولایت نه انقرې ته د سفر پر مهال په لاره کې په پرتو نورو ولایتونو کې د سوري‌ کډوالو د کمپونه لیدنه وکړي او ددې کمپونو د کډوالو منن لیکونه ولسمشر اردوغان ته ورسوي. هغه ویلي چې د ولسمشر اردوغان سره به د لیدنې پر مهال هغه ته لیکلی شعر او لیک پخپله ولولي.

مولحم السعید ویلي‌ ددې غواړي‌ چې د نړۍ پام د کډوالو نه د مرستې او ملاتړ په برخه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته واړوي. مولحم السعید به د ترکیې د مردین ولایت د مدیت د ولسوالۍ نه سفر پیل د شانلي‌ اورفا، غازي انتپ،عثمانیه، ادانا او اکسرای ولایتونو له لارې انقرې ته راشي.

د بله پلوه د مولحم السعید سره به پدې سفر کې د هغه میرمن او دوه ماشومان هم ملګرتیا کوي. د مولحم السعید میرمن خبریالانو ته وویل چې ترکیې په ډیر روند تندي‌ په میلیونونو تنو کډوالو ته غیږ پرانیستې او کوربه توب کوي. ترکیه ټولو کډوالو او په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ځانګړی اهمیت ورکوي‌ او هر ډول ټولنیزې اسانتیاوې برابرې کړي‌ دي. هغې ویلي‌ دي‌ چې غواړي‌ ښځینه کډوالو او ماشومانو په استازیتوب د ترکیې د ولسمشر نه مننه وکړي .

سوري‌ کډوال مولحم السعید او میرمن يي د خپلو دوو تنو ماشومانو سره په ګډه د دوو بایسکلونو سره د انقرې پر لورې خپل سفر پیل کړ.



اړوند خبرونه