د عدالت او پراختیا ګوند په ملي شورا کې د خپلو بعضو وکیلانو د مصئونیت د حق د لرې کولو غوښتنه وکړه
په ترکیه کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند په ملي شورا کې ددې ګوند د هغه وکیلانو د مصئونیت د حق د لرې کولو په خاطر چې په اړه يي دوسیې شتون ولري په اساسي قانون کې د تعدیل غوښتنه وکړه.
د عدالت او پراختیا واکمن ګوند مشر او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په ملي شورا کې ددې ګوند د ۳۱۶ تنو وکیلانو په لاسلیک د ملي شورا ریاست ته په اساسي قانون کې د تعدیل په خاطر د قانون طرحه وړاندې کړه.
پدې طرحه کې په اساسي قانون کې د موقتي یوې مادې د اضافه کولو غوښتنه شوې ده.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ددینه وړاندې په ملي شورا کې نورو سیاسي ګوندونو ته د ټولو وکیلانو د مصئونیت د حقونو د لرې کولو په خاطر وړاندیز کړی وو.
دا وړاندیز د نورو ګوندونو لخوا نه وو منل شوی .
د عدالت او پراختیا واکمن ګوند ویلي وو که چیرې ددوی وړاندیز ونه منل شي په یواځې ځان به ملي شورا ته د قانون طرحه وړاندې کړي.
د قانون ددې طرحې د منلو په خاطر د ملي شورا د ۵۵۰ تنو وکیلانو نه د ۳۶۷ تنو وکیلانو موافقو رایو ته اړتیا لیدل کیږي.
همداشان دا د قانون وړاندیز ټولپوښتنې ته د وړاندې کولو په خاطر په ملي شورا کې د ۳۳۰ تنو وکیلانو رایو ته اړتیا لیدل کیږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله