اردوغان د سعودي پاچا ته عالي دولتي نښان ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ته چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی عالي دولتی نښان ورکړ.

469705
اردوغان د سعودي پاچا ته عالي دولتي نښان ورکړ

ولسمشر اردوغان نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د سعودي عربستان د پاچا نه د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ. د هر کلي د مراسمو نه وروسته د سعودي عربستان پاچا ته د عالي دولتي نښان د ورکولو په خاطر ځانګړي مراسم جوړ شول.

ولسمشر اردوغان د سعودي پاچا ته د عالي دولتي نښان د ورکولو په مراسمو کې وویل چې عالي دولتي نښان یواځې د بهرنیو هیوادونو ولسمشرانو ته ورکول کیږي او د ترکیې تر ټولو لوړ نښان دی.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې دا نښان د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځه د اړیکو او دوستۍ د ریښو د قوي کولو په خاطر د ترسره شوو هلو ځلو نه د قدردانۍ تر ټولو ښه سمبول دی.

ً زما د قدر وړ دوست او عزیز ورور ملک سلمان په سعودي عربستان کې د پاچا په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځه د اړیکو د لا پرمختګ او قوي کولو په لاره کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي. د دواړو هیوادونو او ټولنو ترمنځه د قوي او تاریخي دوستۍ او اړیکو د لا قوي کولو په لاره کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کړي او عظیمه اراده يي ښودلې ده .

زمونږ په جغرافیه چې د لویو لویو ستونزو سره لاس او ګریوان ده ستاسې قوي ادار د سیمې د سولې، ثبات او استقرار لپاره تامینات ده . پرته د شکه چې ننۍ دا قوي اړیکې د راتلونکي لپاره هم یو قوي پیغام او زیری دی. ولسمشر اردوغان وویل چې د همدې امله قدیم دوست ته د ترکیې د عالي دولتي نښان د ورکولو له امله افتخار کوم. ً

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان هم د نښان د ترلاسه کولو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې د ترکیې نه د زړه له کومې مننه وکړه.

هغه وویل پرته د شکه چې د ترکیې او سعودي عربستان د حکومتونو او ملتونو ترمنځه قوي اړیکې د هر څه بیانګر دي.

د سعودي پاچا ملک سلمان نه د هر کلي د مراسمو په ترڅ کې ۲۱ د توپ ډزې وشوې.

د سعودي پاچا د ولسمشرۍ د تشریفاتو قطعه معاینه کړه.

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلنې په اساس پرون انقرې ته راغی. ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د پاچا نه په هوايي ډګر کې پخپله هر کلی وکړ.

د سعودي عربستان پاچا ترکیې ته د خپل سفر په چوکاټ کې په انقره کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته د اپریل په ۱۴ نیټه په استانبول کې د دوو ورځو لپاره جوړیدونکي د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه استانبول ته ځي.

د ویلو ده چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په ۱۳ مه سرمشریزه د فلسطین مسلې سره بیره د اسلام فوبیا ، سیمه ایزو او نړۍوالو ستونزو په مسلو خبرې وشي.



اړوند خبرونه