ایران: د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه ملاتړ کوو

ایران: د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې سره همفکره یو

467719
ایران: د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه ملاتړ کوو

ایران د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې د پوره ملاتړ اعلان وکړ.

د ایران مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر محمود واعظي د ترکیې د ملي تلویزیون ټي آر ټي سره په مرکه کې په ترکیه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوي بریدونه او روان فعالیتونه په کلکو ټکو وغندل د ترکیې نه د پوره ملاتړ اعلان وکړ. هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې سره همفکره یو.

واعظي وویل چې د پې کاکا ترهګري سازمان په ترکیه کې د بمي بریدونو سره په سلګونو تنه بې ګناه او معصوم انسانان وژلي. دې مسلې ایران هم ډیر خواشینی کړی دی. ایران د پې کاکا ترهګري سازمان لخوا ترسره شوي دا ټول ترهګري بریدونه په کلکو ټکو غندي.

هغه وویل چې ایران هم د نورو هیوادونو په څیر د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې هم همفکره یو.

ایراني وزیر په مرکه کې د اذربایجان او ارمنستان په پولو کې د رامنځته شوو وروستیو پیښو نه هم یادونه وکړه. هغه وویل چې په سیمه کې روانې ستونزې باید د سولې او خبرو اترو له لارې حل شي.

واعظي په ایران د لګیدولو نړۍوالو بندیزونو د لرې کولو په اړه وویل چې دا مسله به د ایران د اقتصاد سره ډیره زیاته مرسته وکړي. په ځانګړې توګه د ایران د تیلو او ګازو صادرات به د پخوا په څیر نورمال حالت ته راوګرځي. هغه وویل چې تمه کوي د هیواد صادارت يي ۸۰ تر ۸۵ سلنې پورې لوړ شي.

هغه وویل چې حاضر دي په خپلو بازارونو کې ترکانو ته فعاله ونډه ورکړي. ترکیې ته د صادارتو کچه لوړه کړي.

نوموړي د ترکیې او ایران ترمنځه د ګازو په اړه رامنځته شوې ستونزې په اړه وویل چې پدې اړه د تحکیم نړۍوالې محکمې پریکړه وکړه او پریکړه د ایران لخوا منل شوې ده .



اړوند خبرونه