ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار نیوکه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د ترکیې د بیرغ پر ځای د خپلو لتو د ځوړولو فکر کوونکي به پرته ددې چې ددې لتو نه د خپلو کفونو په توګه کار واخلي بل څه ترلاسه نکړي.

465876
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار نیوکه وکړه

ولسمشر اردوغان وویل هر هغه څوک چې ګمان کوي چې د ترکیې په ملت، ملي یووالي ، اتحاد او اتفاق به د بریدونو سره د ترکیې دولت د فشار لاندې راولي ، په کومه خاوره چې ولاړ دي د هغې لاندې دې وګوري ، ددوې په څیر په زرګونو تنه د عینې فکر خاوندان غافلین په هر ځل د لویې ماتې سره مخامخ شوي دي پراته دي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ګذر وکیلانو سره په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په خپله خاوره او شاوخوا سیمه کې پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو په جدي توګه د ترهګرو د ګواښونو سره مخامخ ده . ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد امنیتي ځواکونو ترهګرو ته ډیره لویه ضربه رسولې ده .

ولسمشر اردوغان د نړۍ وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې په سوریه کې د دودیزو وسلو سره څه باندې ۵۰۰ زره تنه بې ګناه انسانان وژل شوي دي. ایا د سوریې د رژیم دا ظالم مشر اسد باید په لاحه کې د جزا نړۍوالې محکمې ته ونه سپارل شي؟ هغه باید خامخا ددې کړونو او ظلمونو سزا وویني. ولسمشر اردوغان وویل چې له بده مرغه چې نن ورځ دا ظالم په ازاده توګه په نړۍ کې ګرځي. د اسد د رژیم استازي نن ورځ هم په ملګروملتونو کې شتون لري او راځي پدې نړۍوالو غونډو کې ګډون کوي او نړۍ د هغوې خبرو ته غوږ ږدي.

ولسمشر اردوغان په خپلو څرګندونو کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه روانې ستونزې او جګړې ته په اشارې سره وویل ددې په هیله چې ارمنستان د اذربایجان لخوا د پورته شوو نیک نیت ګامونو ځواب په نیک نیت سره ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې روسي چارواکي د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د تاوتریخوالي پړه په ترکیې اچوي. ولسمشر اردوغان وویل که چیرې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه څوک تاوتریخوالي ته لمن وهي هغه د روسیې نه پرته بل څوک ندی. ځکه چې روسیه د جګړو سره مینه لري. روسیې لومړی په ګرجستان او وروسته په اوکراین مستقیمه مداخله وکړه. دادی نن ورځ په سوریه کې د جګړې د لورو نه یو لوری دی.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د ملګروملتونو په ساختار یو ځل بیا نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو سازمان ۱۹۶ غړي لري او بیا ددوی ترمنځه د امنیت شورا ۵ دایمي غړي لري. د امنیت د شورا غړي ټول مسیحیان دي.

د امنیت د شورا د غړیو نه یو هم اسلامي هیواد ندی. ایا دا عدالت دی؟ نن ورځ په ملګروملتونو کې یو داسې د امنیت شورا چې د ټولو عقیدو او دینونو استازیتوب وکړي شتون نلري. همداشان د امنیت شورا کې یواځې اروپا، اسیا او امریکا قارې استازي لري ، نورې قارې استازې نلري. په اصل کې د ملګروملتونو د سازمان ۱۹۶ غړیو ته د باید د امنیت په شورا کې حق ورکړل شي. د امنیت په شورا کې باید د دایمي او موقتي غړیو اصطلاح له منځه یوړل شي. ټول باید د یو شان حق نه برښمند شي. د امنیت شورا چې د شلو هیوادونو ۵ دایمي او ۱۵ موقتي نه جوړه ده باید ټول پکې دایمي غړي وي. که چیرې دایمي غړیتوب موده ۲ کاله وټاکل شي په هرو لسو کلونو کې به یو هیواد د امنیت په شورا کې د دایمي غړیتوب حق ترلاسه کړي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا ساختار باید تغیر ومومي او پدې ساختار کې باید عدالت تامین شي.



اړوند خبرونه