اردوغان په امريكا كې د دوو منارو لومړى جامع مسجد پرانيست.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا د متحدو ايالتونو د ماريلنډ په ايالت كې لومړى جامع مسجد او اسلامي مركز د شانداره مراسمو په ترڅ كې ګټې اخيستلو ته پرانيست.

463595
اردوغان په امريكا كې د دوو منارو لومړى جامع مسجد پرانيست.


ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا د متحدو ايالتونو د ماريلنډ په ايالت كې لومړى جامع مسجد او اسلامي مركز د شانداره مراسمو په ترڅ كې ګټې اخيستلو ته پرانيست.

دا مسجد او اسلامي- كلتوري مركز چې سارى په امريكا كې نشته دى، د تركيې په مالي او تخنيكي مرسته د عثماني امپراتورۍ د معمارۍ سره سم جوړ شوى دى.

اردوغان د مسجد د افتتاح په مراسمو كې ټولو مسلمانانو ته مباركي وويله.

اردوغان په دې اړه په خپله وينا كې وويل چې `` له بده مرغه په امريكا او ټوله نړۍ كې د مسلمانانو پر وړاندې كركه راپارېدلې ده. دا مسجد او اسلامي مركز به ددې كركې پر وړاندې د مبارزې په موخه ښه رول ولوبوي.

اردوغان زياته كړه چې `` ترهګري دين، رنګ، مذهب او توكم نه لري. د بشريت پر وړاندې د ترسره كړو جناياتو لپاره ترهګر تل منفور شخصيت دى. د سپتمبر په ۱۱مې نېټې يوې ډلې ترهګرو د بريد سره ټولې امريكا دا وحشت په سترګو وليدلو. د نړۍ د ټولو مسلمانانو نه ددې ترخو خاطراتو د بدل اخيستل په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

اردوغان همداراز د لوديځ لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې په دوه مخي سياست باندې د نيوكې د بروكسل د ترهګري بريدونو په اړه وويل چې ``ددې بريد يو ترهګر موږ ونيولو د بلجيم مقاماتو ته مو خبر وركړ چې دا ترهګر دى. هغوى نوموړى خوشې كړ چې بيا وروسته دا وحشتناكه پېښه رامنځته شوه. موږ د ترهګرۍ سره په مبارزه كې صميمي يو. موږ د هر ډول معلوماتو شريكولو ته تيار يو.

اردوغان په خبرو كې د امريكا د ولسشمرۍ په مقدماتي ټاكنو كې د اسلام پر وړاندې د جمهوري غوښتونكو د ګوند د نوماند ډانلد ټرامپ د نوم د اخيستلو پرته هم نيوكه وكړه. اردوغان وويل چې په امريكا كې مېشت مسلمانې ټولنې باندې د اسلام او امريكا ترمېنځ د يو د ټاكلو په موخه فشار په هېڅ ډول د منلو وړ نه دى. ددې پر وړاندې بايد مبارزه وشي.

ولسمشر اردوغان وروسته د تركيې – امريكا د كلتوري مركز او جامع مسجد د پرانيستلو په مراسمو كې ګډون وكړ.

دا اسلامي مركز په ۸ جريبه ځمكه كې جوړ شوى دى چې په يو وخت كې په كې زرګونه كسان لمونځ ادا كولاى شي. سربېره پر دې د مركز په لاندنۍ برخه كې د اسلامي آثارو يو موزيم، د كنفرانس سالون او نور اسانتياوې په نظر كې نيول شوي دي.



اړوند خبرونه