ترکیه افغان وګړو ته د ویزې په برخه کې ځینې اسانتیاوې په نظر کې لري.

هره میاشت نږدې ۷ زره تنه افغانان د ترکېې د ویزې د ترلاسه کولو په خاطر مراجعه کوي.

462638
ترکیه افغان وګړو ته د ویزې په برخه کې ځینې اسانتیاوې په نظر کې لري.

د نوموړو ۷ زرو تنو نه ۲۵۰۰ تنو ته ویزه ورکول کیږي.

ترکیه په پام کې لري چې افغانانو ته د ویزې په برخه کې ځیني اسانتیاوې برابرې کړي. په همدې چوکاټ کې ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خپل سفارت د ویزو مرکز لا پراخه او په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال کړ.

په افغانستان کې د ترکیې لوی سفیر علي سید اکن د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې ددینه وړاندې د فزیکي شرطونو او امکاناتو د کمبودۍ او امنیتي ستونزو له امله نشو کولی چې د ډیره برخه د ویزې په برخه کې د افغانانو غوښتنو ته ځواب ووايي.

د همدې امله په سفارت کې د قونسلۍ په برخه کې د فزیکي شرطونه او کمبودي له منځه وړل شوي او انشاالله چې ددینه وروسته به د ویزې په برخه کې د افغانانو غوښتنو ته تر ډیره حده ځواب مثبت ځواب ووایو.

د ترکیې سفیر وویل چې پدې وروستیو کلونو کې یو زیات شمیر افغانان د تعلیمي او صحي خدماتو، غیرمنقول اموالو او سوداګرۍ په برخه کې ترکیې ته ترجیح ورکوي چې دې مسلې د ترکیې د اقتصاد سره هم مهمه مرسته کړې ده .

هغه وویل چې څه باندې ۱۵۰۰ تنو افغانانو په ترکیه کې کورونه رانیولي او د غیرې منقول اموالو په برخه کې پانګه اچونې کړي دي.

هغه وویل چې ددینه وړانډې افغانانو د تجارت او کورونو رانیولو په برخه کې دوبۍ ته ترجیح ورکوله چې پدې وروستیو کلونو کې ترکیې ته مخه کړې او خپلې پانګې د ترکیې پر لورې راخوځولي دي.

هغه وویل چې ددې نوي مرکز سره په پام کې لرو چې د ویزو کچه د میاشتې د ۲۵۰۰ نه ۴۰۰۰ ته لوړه کړو.

انشاالله چې ددینه وروسته به تر ډیره حده د ویزو په برخه کې د افغانانو وړاندیزونو ته مثبت ځواب وویل شي.



اړوند خبرونه