اردوغان او اوباما په واشنګټن کې لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره لیدنه وکړه

462459
اردوغان او اوباما په واشنګټن کې لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب په امریکا متحده ایالتونو کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د ولسمشر باراک اوباما سره دوه په دوه لیدنه وکړه.

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د اوباما لخوا د اټومي امنیت په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو مشرانو په ویاړ د جوړې کړې میلمستیا نه وروسته لیدنه وکړه. نوموړې لیدنې ۵۰ دقیقې دوام پیدا کړ.

پدې لیدنه کې د سیمه ایز امنیت ، ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ، کډوالو بحران ، د ترکیې او امریکا ترمنځه په همکاریو او د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړو په برخه کې د لا زیاتو هلو ځلو کولو او یو زیات شمیر نورو مسلو خبرې وشوې.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما پدې لیدنه کې تیره ورځ د ترکېې د دیارباقر په ولایت کې په پولیسو په ترسره شوي خونړي برید کې د شهید شوو پولیسو په خاطر ولسمشر اردوغان ته تسلیت وړاندې کړ.

ولسمشر اوباما وویل چې د ترکیې د امنیت او ثبات په خاطر د ترهګرۍ پر وړانډې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ او پدې برخه کې د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان به ددې سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې وکړي.



اړوند خبرونه