اردوغان : لویدیځه نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته اهمیت نه ورکوي
اردوغان : لویدیځه نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې دوه مخي کوي او لکه څرنګه چې لازم دی اهمیت نه ورکوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اروپايي هیوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته لکه څرنګه چې لازم دی اهمیت نه ورکوي او پدې مبارزه کې ترکیه یواځې پریښې ده.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په واشنګټن کې د سي ان ان انټرنیشنل نامتو خبریالې کرستینا امانپور سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اټومي امنیت په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر امریکا ته سفر کړی دی د امریکا د سي ان ان تلویزیون پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د بروکسل د برید کوونکو نه یو تن ابراهیم البقراوي تیر کال ترکیې ونیو او هالنډ ته يي وسپاره. د نوموړې ترهګر په اړه يي هم هالنډ او هم بلجیم حکومتونو ته خبرداری ورکړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې له بده مرغه چې دوی زمونږ دې خبرداریو ته اهمیت ورنکړ او د اروپا نه د ترهګرو د تګ راتګ مخه يي ونه نیوله چې بالاخره د بروکسل خونړي بریدونه رامنځته شول.
ولسمشر اردوغان په اروپا او نړۍوالې ټولنې یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې او غوڅ دریځ ښودولو غږ وکړ او زیاته کړه ، له بده مرغه چې یو زیات شمیر اروپايي هیوادونه زمونږ دې بلنې او غږونو ته لبیک نه وايي او ارزښت نه ورکوي. د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د لویدیځو هیوادونو لخوا یواځې پریښودل شوي یو.
د استخباراتو د شریکولو په برخه کې زمونږ غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ترکیه کې لومړنی ولسمشر دی چې د یهودانو پر وړانډې دښمني يي جرم اعلان کړی دی . همداشان مونږ د لویديځې نړۍ نه د اسلام فوبیا او اسلام پر وړاندې دښمني هم د جرم اعلانولو غوښتنه کوو.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د هر ډول ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي او تر پایته به دوام ورکړي.
ولسمشر اردوغان د ترکیې او امریکا ترمنځه د اړیکو د موجودو حالاتو په اړه د خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د اړیکو خرابولو ته به اجازه ورنکړي.
ولسمشر اردوغان په خپله مرکه کې د سوریې د روانې ستونزې او حالاتو نه په یادونې سره وویل چې بشار اسد په نوموړي هیواد کې د نږدې ۵۰۰ زرو تنو بې ګناه انسانانو د وژلو یواځنی مسول دی. ولسمشر زیاته کړه چې ځیني هیوادونه په ځانګړې توګه روسیه بیا د داسې یو قاتل رژیم لاس نیولو ته دوام ورکوي او ملاتړ ترینه کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ځیني ترهګرې ډلې د سوریې د ویشلو هڅه کوي . هغه په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګې پي وای ډي ترهګرې ډلې نه په یادونې سره وویل چې غواړي د سوریې خاوره وویشي چې دیته به هیڅوخت اجازه ورنکړي.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د سوریې په شمال کې د باامنه سیمې د جوړولو وړاندیز وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل هغه سوري کډوال چې اوس هم د جګړو نه تښتي او بې کوره کیږي د سوریې په شمال کې په باامنه سیمه کې باید ځای په ځای کړی شي. پدې سیمه کې کورونه، ښوونځي او د کاروبار زمینه برابرولی شو. مونږ په کراتو مراتو امریکا ته پدې اړه وړاندیز کړی دی او د جواب په تمه یو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د جرمني لومړۍ وزیره مرکل زمونږ دې وړاندیز نه ملاتړ کوي او ولسمشر اردوغان هم پدې اړه منفي نظر نلري.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې تر ننه پورې د سوریې د خلکو پر مخ خپلې دروازې پرانیستي ساتلي دي او ددینه وروسته به يی هم وساتي. د سوریې د خلکو پر وړاندې هر سړی مسولیت لري او ترکیه خپل دا مسولیت پرځای کړی او پر ځای کوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله