د ترکیې په دیار باقر ولایت کې په پولیسو خونړی برید وشو
د ترکیې د دیارباقر ولایت په مرکز کې په ځانګړو پولیسو خونړی برید وشو
462320
د ترکیې د دیارباقر ولایت په مرکز کې د پولیسو د حملې په سرویس د موټر پر مټ خونړی برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۶ تنه پولیس په شهادت رسیدلي او د ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د دیارباقر ولایت په مرکز کې د بسونو د عمومي تم ځای تیرڅیرمه د ځانګړو پولیسو د حملې سرویس د تیریدو پر مهال وشوه.
چاودنې د ځاني زیانونو سربیره سیمه ته د پام وړ مالي زیان هم اړولی دی.
دا چاودنه پداسې حال کې کیږي چې د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو دیارباقر ولایت سور ولسوالۍ ته د سفر پلان لري.
دا چې د نوموړې پیښې نه وروسته به د لومړي وزیر د سفر په پلان کې کوم بدلون راشي او که نه پدې اړه څه ندي ویل شوي.