ترکیې د داعش سره د یوځای کیدونکو بهرنیانو مخه نیولې ده

ترکیې تر ډیره برخه د داعش ترهګرې ډلې سره د بهرنیو جنګیالیو د یو ځای کیدو مخه نیولې ده .

461401
ترکیې د داعش سره  د یوځای کیدونکو بهرنیانو مخه نیولې ده

ترکیې د غازي انتب د ولایت پولیسو د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د ۳۳ هیوادونو ۱۸۴ تنه وکړي چې غوښتل د داعش ترهګرې ډلې سره د یو ځای کیدو په خاطر چې د ترکیې له لارې سوریې ته تیر شي نیولي دي.

د نیول شوو بهرنیانو نه ۸۵ تنه يي زندانونو ته او پاتې ۹۹ تنه نور د ترکیې د پولو نه شړل شوي او خپلو خپلو هیوادونو ته سپارل شوي دي.

همداشان هغه ترهګر چې د ترکیې د پولو نه شړل شوي دي په اړه يي اړوند هیوادونو ته پوره معلومات ورکړل شوي دي.

همداشان تر کال هم د ترکېې د غازي انتب په ولایت کې ۵۴۱ تنه بهرنیان چې د داعش سره د یو ځای کیدو هڅه کوله نیول شوي وو.

د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو جنګیالي د ترکیې له لارې سوریې ته د تیریدو هڅه کوي چې د ترکیې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي.


پيوندونه: #ترکیه , #داعش , #جنیګالي

اړوند خبرونه