په وسله والو ځواکونو د موټر پرمټ برید وشو

ترهګرو یو ځل بیا په وسله والو ځواکونو د موټر پرمټ خونړی برید وکړ

457947
په وسله والو ځواکونو د موټر پرمټ برید وشو

د ترکیې د دیارباقر په ولایت کې د جاندارما ځواکونو په یو مرکز د موټر پر مټ د برید له امله ۳ تنه سرتیري شیهدان او ۲۴ تنه نور ټپیان شول .

د پې کاکا ترهګرې ډلې داځل د دیارباقر او بنګول ولایتونو په لویه لار پروت د جاندارما ځواکونو د مرمر په نامه په مرکز د موټر پر مټ برید وکړ. پیښه پرون شپه د ۹ بجو او لسو دقیقو پر مهال رامنځته شوه .

ویل کیږي ترهګرو د جاندارما ځواکونو په مرکز د موټر پر مټ د برید نه وروسته په سرتیرو وسله وال برید هم وکړ .

سرتیرو سمدلاسه په ځوابي برید پیل وکړ او نښته پیل شوه.

د پیښې نه وروسته سمدلاسه امبولانسونه سیمې ته واستول شول او ټپیان روغتونونو ته انتقال کړې شول.

سیمې ته هم تازه دمې سرتیري واستول شول. پدې پیښه کې ۳ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي چې د درملنې لاندې قرار لري.



اړوند خبرونه