د افغانستان د اریانا د تلویزیون ریس د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د ریس سره لیدنه وکړه
د افغانستان د اریانا په نامه د خصوصي تلویزیون ریس د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون نه لیدنه وکړه
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي ریس شینون ګوکا د افغانستان د نامتو خصوصي تلویزیوني کانالونو نه د اریایا تلویزیون د ریس عزیزالله ارال سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ریس د اریانا د تلویزیون د ریس نه تود هر کلی وکړ.
د د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ریس په لیدنه کې د ترکیې او افغانستان په دوستۍ او ورورولۍ د ټینګار سره وویل چې ً دا د دوستۍ او ورورولۍ قوي اړیکې باید په همدې شان قوي وساتل شي . ً
د اریانا د تلویزیون ریس عزیزالله ارال په ترکي ژبه د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ریس نه مننه وکړه او وویل چې ترکیې ته د سفر او ترکي مقاماتو سره د لیدنې له امله ډیر خوښ دی. د ترکیې د تودې میلمه پالنې نه مننه کوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله